روغتيا او ژوند

د ټوخي او ستوني درد وړیا او تر ټولو اسانه درملنه

ټوخی، د پوزې بندوالی او د ستوني درد له هغو ناروغیو څخه دي چې ژمي کې ډېر عام وي او انسان له یو شمېر جدي ستونزو سره مخ کوي. اکثره خلک دغو ناروغیو لپاره لومړی د ټوخي شربت او گولۍ کاروي او که چېرې دغه درمنله اغېزناکه ثابته نه شوه نو ډاکټر ته مراجعه کوي.

خو ځینې وختونه دغه درمل هم دغه عامې ناروغۍ نه شي درملولی. او همدراز تر هغه چې دغه ناروغۍ ورځنی ژوند اغېزمن نه کړي خلک نه غواړي ډاکټر ته مراجعه وکړي. خو بیا هم که چېرې وخت له تېرېدو سره مو روغتیا غوره نه شوه نو باید ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

که غواړې دغو عامو ناروغیو لپاره کورني حل لارې او درمل وکاروئ نو د تړمو اوبو اسانې او وړیا نسخې په مرسته کولی شئ دغه ناروغي درمل کړئ.

ټوخی د هاضمې سیستم عضلات زیانمنوي. دغه ستونزه د ستوني د ناروغیو لامل هم گرځېدی شي او سربېره پر دې د غږیزو تارونو د تنگېدو لامل هم گرځي.

خو تړمې اوبو د ستونې خارښ او نورې ستونزې اواروي او د وینې جریان بهتره کوي چې پایله کې عضلاتو ته د ارام کولو فرصت ورکوي. تړمې اوبه همداراز ستوني کې ټول شوي زهري مواد خارجوي او له دې سره د ستوني درد درملوي.

د پورتنیو گټو سربېره، تړمې اوبه بدن کې د اوبو د کمښت مخه نیسي. کله چې د بدن حجرات په کافي اندازه اوبه ولري بدن څخه د ټوخي لامل کېدونکي اضافي مواد له منځه وړل اسانه کوي.

تړمې اوبه د ټوخي له امله بدن ته رسېدونکي زیانونو کچه کموي.

لارښوونې

۱- هر ځل کله چې خپل ستونی کې د خارښ احساس کوئ یا احساس کوئ چې د ټوخي په ناروغۍ اخته کېدونکي یاست یو گېلاس تړمې اوبه وڅښئ،

۲- تر هاغه چې روغتیا مو غوره شوې نه وي تړمې اوبه وڅښئ او له دې لارې د بدن د اوبو کمښت څخه مخنیوی وکړئ،

۳- خپلو تړمو اوبو کې گبین یا لیمو اضافه کړئ ځکه چې دغه دوه خواړه د ټوخي او ستوني درد درملنه نوره هم چټکوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون