لوبې

هندوستان له پرلپسې بریا وروسته ماتې وخوړه

هندوستان څلورمې یوې ورځنۍ لوبې کې له سویلي افریقا څخه ماتې وخوړه. هندوستان دغه لوبه په پنځو وېکېټو وبایلله.

د لوبې پچه هندۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د شېکر دون سلیزې او وېراټ کولي نیمه سلیزې په مرسته ۲۸۹ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره شېکر دون په ۱۰۵ توپونو د لسو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۰۹ او وېراټ کولي په ۸۳ توپونو د اوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۵ منډو جوړولو سره غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د لوبې وروستۍ پړاو کې مهېندرا سېنگ دوني په ۴۳ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۲ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره هم ښه وځلېد.

سویلي افریقا لپاره ربادا او انگېډي دوه دوه او مورکل او مورېس یوه یوه وېکېټه واخیسته.

د سویلي افریقا توپ وهنې پر مهال لوبه ناوړه هوا له امله د اوږدې مودې لپاره وځنډول شوه چې له اوږدې دمې وروسته سویلي افریقا ته ۲۸ اورونو کې د ۲۰۲ منډو هدف وټاکل شو.

سویلي افریقا د یو شمېر لوبغاړو ښه توپ وهنې په مرسته ۲۵٫۳ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه.

سویلي افریقا لپاره کلاسېن په ۲۷ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۳ او فېلوکوایو په یوازې پنځه توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۲۳ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره غوره او چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

هندوستان لپاره کلدیپ یادف ۲ او بومراه، هاردېک پانډیا او چهل یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون