سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

سعودي عالم: د مسلمانو ښځو لپاره بورقه اغوستل اړين نه دي

د سعودي عربستان يوه ديني عالم ويلي، چې په عامو ځايونو کې د ښځو لپاره د بورقې يا چادري اغوستل اړين نه دي.

د سعودي د سترو ديني عالمانو د شورا غړي شيخ عبدالله المطلق ويلي، چې ښځې دې منځلاری لباس اغوندې، خو د دې معنا دا ده، چې دوی دې خامخا بورقې پر سر کړي.

دی وايي: «موږ بايد ښځې په بورقو اغوستو اړ نه کړو، بس مهمه خبره دا ده، چې ښځې دې خپل ستر وکړي، چې هر څنگه ورته ممکن وي.»

په سعودي کې پر ښځو د بورقې پر سر کول اړين دي او مخالفت کوونکي جرمانه کېږي.

دغه سعودي عالم د ښځو د بورقې په اړه د نرمي خبره په داسې حال کې کړې، چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د خپل ليدلوري له مخې هڅې پيل کړي، چې سعودي د ماډرنيزم پر لور بوځي او د شيخ مطلق دا څرگندونې هم د محمد بن سلام د پلان برخه بللی شي.

دا لومړی ځل دی، چې يو ديني عالم په سعودي کې داسې څرگندونې کوي.

په انټرنيټ او خواله رسنيو کې د شيخ عبدالله الملطق څرگندونو غبرگونونه پارولي او د هغه څرگندونې يې د اسلام له اصلي روح سره په ټکر کې بللي دي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې سعوديان له گڼو مهمو ديني او ملي ارزښتونو په شا شوي  او د مذهبي پوليسو واکونه يې هم لږ کړي.

د محمد بن سلمان د نوی ليدلوري له مخې سعودي د تېر کال په وروستيو کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړې، همدارنگه د لوبو د ليدو او په لوبو کې د گډون اجازه ورکړل شوې او د سعودي په گڼو برخو کې د موسیقي گډ نندارتونونو ته اجازه ورکړل شوې او حکومت د دغې ازادۍ مخالفت کوونکي ديني علماء بنديان کړي او يا يې هم له صحنې ویستلي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون