سلايډ (فيچر) نظر

په قیادي شورا مو بیا تېر باسي

میرویس شاهین

د ملي یووالي حکومت مشرانو د خپلې دورې د څلورم کال په پیل کې د قیادي شورا د جوړولو زمزمې پیل کړې دي. له کره سرچینو څخه د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د حکومت مشران او طراحان غواړي چې د هېواد جهادي رهبران او ځینې د قدرت وږي سیاسیون د قیادي شورا په نوم پر یوه محور راټول کړي چې د ملت د باور د ترلاسه کولو، د اوسني حکومت د تېرې څلور کلنې تورې دورې د نادودو د پټولو او په راتلونکي کې له دوی څخه د وسیلې په توګه د استفادې کولو په موخه به په لومړیو شپږو میاشتو کې یو شمېر پرېکړې د پردې پر مخ وکړي، تر هغې وروسته به دوی د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، ولایتي شوراګانو، مدني ټولنو او نورو بې پرې بنسټونو پر شتون سربېره ځانونه د ملت استازي معرفي کړي او د یوې علني فتوا په صادرولو سره به د اوسني حکومت موده د پنځو نورو کلونو لپاره وغځوي. سرچینه زیاتوي چې د حکومت اوسني مشران به د دغه خدمت په مقابل کې د دوی مامورینو ته ځینې مهمې حکومتي څوکۍ په رشوت کې ورکړي او ملت به بیا بې برخې پاتې شي.

اصلي بحث دا دی چې د ملي یووالي حکومت دواړه مشران دې یو ځل په خپل ګرېوان کې وګوري او له ځانه دې پوښتنه وکړي چې د دوکې او فرېب دا سوژه به یې بریالۍ شي کنه؟ آیا ملت به بیا هم وغولېږي؟ آیا داسې ویښ وجدانونه نه پیدا کېږي چې د دوی په مقابل کې ودرېږي او پوښتنه ترې وکړي؟

زموږ له نظره، که دغه مشران یوزاې د درېیو ثانیو لپاره هم په دې تړاو مکث وکړي، ښایي په اسانۍ سره پایلې ته ورسېږي او له خپلې دې اجنډا لاس په سر شي.

موږ د قیادي شورا مخالف نه یو، بلکې هرکلی یې کوو، ځکه د افغانستان تاریخ ته په کتو، هر کله چې د مملکت واګې یوه یا دوو کسانو ته ورسپارل شوې دي، دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي ګټې تر شا کړې دي او له بهرنیو کسانو سره یې حتی د هېواد پر پلور موافقه کړې ده. باور لرو، که قیادي شورا رامنځته شي، لږ تر لږه به د افغانستان پر سر معامله و نه شي، ځکه په دغه ترکیب کې ښایي یو یا دوه داسې ویښ وجدان لرونکي افغانان پیدا شي چې مخالفت یې وکړي. موږ د پخوا په شان بیا هم ټینګار کوو چې قیادي شورا دې رامنځته شي، د هېواد ټول مشران دې پر یوه غولي راټول شي او د دغه دربدر ملت د سوکالۍ او ښېرازۍ لپاره دې په ګډه لاس په کار شي، خو دا هېڅکله هېچا ته د منلو نه ده چې له دغې شورا څخه دې د ملت د استازولۍ ګټه واخیستل شي او د دوی د موافقې په ترلاسه کولو سره دې د ټول ملت پر برخلیک معامله وشي.

د هېواد د راتلونکو ټاکنو لپاره د ملت دریځ واضح، پرېکنده او روښانه دی. د ملت یوازینۍ هیله دا ده چې د افغانانو د رایو پر بنسټ یو مشروع، واکمن او قانوني حکومت رامنځته شي، داسې حکومت چې د افغان ملت استازیتوب وکړي، نه د جان کېري، ټرمپ یا نورو بهرنیو کړیو. افغان ملت داسې قانوني او واکمن حکومت غواړي چې خپله دوره د هېواد د ښېرازۍ، پرمختګ او سوکالۍ په لاره کې تېره کړي، نه د تېرو کړنو پر نقد، سیاسیونو ته پر توطیو جوړولو او د نړۍ او سیمې د استخباراتو د خوشاله کولو لپاره د امنیتي او استخباراتي لوبو پر جوړولو او طراحي کولو.

افغان ملت اوس د ولسواکۍ اصل ته ژمن دی، دلته نور د زور، زر، جهادي امتیاز او قومي مشرتوب خبره له منځه تللې، د افغان ملت رهبري به له هغه چا سره وي چې وړتیا یې ولري او ملت یې د مستقیمو، ازادو او رڼو ټاکنو په پایله کې وټاکي.

د ملي یووالي حکومت ته په کار ده چې په دې اړه له سره غور وکړي، که له خپلې پرېکړې تېر نه شي، لرې نه ده چې ملت یې په وړاندې ودرېږي او د دوی اوسنی مشروعیت هم له منځه یوسي، بیا به یې نه جان کېري مخنیوی کولی شي او نه نړیواله ټولنه، بلکې بېرته به د انارشيزم او خپلسرۍ د تجربو تکرار ته اړ شو چې ټول مسوولیت به یې بیا د دوی پر غاړه وي.

سرچينه: ويسا ورځپاڼه- کابل

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون