افغانستان سلايډ (فيچر)

په هلمند کې د طالبانو نفوذي بريد کې شپاړس دولت پلوه وسله‌وال وژل شوي

د هلمند ولايت چارواکي وايي، چې تېره شپه په گرشک ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو د سيمه‌ييزو همکارو وسله والو په يوه مرکز کې د طالبانو نفوذي عسکرو خپل شپاړس ملگري وژلي دي.

دغه سيمه‌ييز وسله‌وال، چې په هلمند کې په «سنگوريانو» هم پېژندل کېږي، د افغان ځواکونو په ملتيا د هلمند په لرې پرتو سيمو او مرکز لښکرگاه کې د طالبانو پر ضد جگړو کې فعاليتونه کوي.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک رسنيو ته تاييد کړې، چې د گرشک په يخچال سيمه کې شپاړس سنگوريان په يوه بريد کې وژل شوي، خو نوموړي په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

خو د هلمند امنيتي سرچينو رسنيو ته د نوم نه څرگندولو په شرط ويلي، چې د ملي امنيت د همکارو وسله‌والو په يوه مرکز کې د طالبانو نفوذيانو شپاړس سنگوريان وژلي او څلور بريدگر د طالبانو ليکو ته په تېښته بريالي شوي دي.

سرچينې دا هم ويلي، چې بريدگرو له ځان سره د مرکز پوځي وسایط او ځينې نور وسايل هم طالبانو ته وروړي دي.

په هلمند کې د امنيتي ځواکونو او سيمه‌ييزو پوليسو تر څنگ د امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه ځايي وسله‌وال هم فعاليت کوي، چې سيمه‌ييز خلک يې د ترکي سريال په تقليد سنگوريان بولي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي، چې پېښه پرون غرمه د گرشک ولسوالۍ د ترابي هوټل پوستې سيمه کې رامنځته شوې او درې بريدگرو د پوستې ټول سامانونه هم دوی ته وروړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون