افغانستان سلايډ (فيچر)

ازبکستان کې د افغان سولې په اړه کنفرانس جوړیږي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ازبکستان ته تللی او هلته یې د یاد هېواد له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا تر څنگ په تاشکند کې د افغان سولې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه خبرې کړې.

د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، اتمر د افغانستان او ازبکستان د گډ امنیتي کمېسیون په ناسته کې د گډون تر څنگ د یاد هېواد له بېلا بېلو چارواکو سره کتلي دي.

سرچینه وايي، دواړو لورو د سیاسي امنیتي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د لاسلیک شویو تړونونو او هوکړو پر څار هم خبرې وکړې.

د ملي امنیت سلاکار د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د اورگاډي ادارې له مشر اچینل بای رحمتوف سره په خبرو کې د افغانستان پر ستراتېژيک موقعیت خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کمیلوف سره په لیدنه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغان سولې په اړه د جوړېدونکې ناستې په اړه غږیدلی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې د سیمې د ثبات لپاره د افغانستان سوله مهمه بولي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

هغه ویلي، د افغان سولې په اړه جوړېدونکي کنفرانس کې به د کابل پروسې په تعقیب ځېنې مسائل مطرح شي.

حنیف اتمر بیا کمیلوف ته ویلي، چې هیله لري د افغانستان او ازبکستان تر منځ بېلا بېلې اړیکې لا پراخې او غښتلې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون