لوبې

زمبابوي پیاوړې توپ وهنې سره افغانستان ته د ۳۳۴ منډو ستر هدف وټاکه

د افغانستان او زمبابوي ترمنځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه روانه ده چې زمبابوي د پیاوړې توپ وهنې او لوبې مختلفو پړاونو کې اوږدې ملگرتیاوې جوړولو سره افغانستان ته د منډو ستر هدف وټاکه.

د لوبې پچه د زمبابوي لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

زمبابوي لپاره د تېرو لوبو په څېر نن یو ځل بیا همېلټن مسکدزا او سولومن مایر توپ وهنه پیل کړه او افغانستان لپاره د لوبې لومړۍ اور ترسره کولو لپاره مجیب ځدران انتخاب شو.

مجیب ځدران دغو لوبغاړو ته د ملگرتیا جوړولو فرصت ورنه کړ او خپل دوهم اور په څلورم بال يي د سولومن مایر چې په ۱۰ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته يي ۹ منډې جوړې کړې وې وېکېټه واخیسته.

خو د سولومن تر سوځېدو وروسته مسکدزا له ټېلر سره غوره ملگرتیا جوړه کړه او افغان توپ اچوونکو ته يي د نورو وېکېټو اخیستلو اجازه ورنه کړه.

د لوبې وولسم اور کې مسکدزا تر اوږده ملگرتیا او غوره توپ وهنې وروسته د منډې جوړولو هڅه کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او د نجیب الله ځدران غوره ډگر ساتنې په مرسته د محمد شهزاد له لوري رن اوټ شو. مسکدزا په ۵۴ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۸ منډې جوړې کړې وې.

د لوبې اوه ویشتم اور کې راشد خان خپل څلورم اور ترسره کولو لپاره وغوښتل شو او نوموړی خپل دغه اور په وروستی بال د اېرواین وېکېټې اخیستلو سره خپله لومړۍ او افغانستان لپاره درېیمه وېکېټه واخیسته. اېرواین په ۳۰ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۴ منډې جوړې کړې وې.

له اېرواین وروسته سکندر رضا له ټېلر سره چټکه او اوږده ملگرتیا پیل کړه او افغان توپ اچوونکي د دغې ملگرتیا په ماتولو نه بریالي کېدل. د لوبې مهم پړاو کې د سکندر رضا او ټېلر دغه اوږده، پیاوړې او چټکه ملگرتیا زمبابوي سره د یو ستر هدف په ټاکلو کې د پام وړ مرسته وکړه او افغان توپ اچوونکو ته د جدي ستونزې لامل شوه.

د لوبې شپږ څلوېښتم اور کې راشد خان خپل وروستی اور په دوهم بال د ټېلر مهمې وېکېټې اخیستلو سره دغه اوږده او چټکې ملگرتیا ته د پای ټکی کېښود. ټېلر په ۱۲۱ توپونو د پنځو څلوریزو او اتو شپږیزو په مرسته ۱۲۵ منډې جوړې کړې او ستر هدف په ټاکلو کې يي مهم رول ولوبوه.

سکندر رضا په ۷۴ توپونو د نهو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۹۲ منډې جوړولو سره تر پیاوړې او چټکې توپ وهنې وروسته د گلبدین نایب د اتم اور په پنځم بال خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

مالکم والر په ۱۳ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۱ او راین بورل په ۳ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۶ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

زمبابوي د ټېلر، مسکدزا او سکندر رضا پیاوړې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۳۳ منډې جوړې کړې.

افغانستان لپاره نننۍ لوبې کې یو ځل بیا ورو توپ اچوونکو بریالۍ او اقتصادي توپ اچونه وکړه خو چټکو توپ اچوونکو تر ټولو کمزورې او نهیلي کوونکې توپ اچونه وکړه او لږو اورونو کې يي ډېرې زیاتې منډې ورکړې.

افغانستان لپاره راشد خان دوه او مجیب ځدران او گلبدین نایب یوه یوه وېکېټه واخیسته. مجیب خپل لس اورونو کې ۴۷، راشد خان خپل لس اورونو کې ۳۶، محمد نبي خپل لس اورونو کې ۳۳، رحمت شاه خپل درې اورونو کې ۳۴، گلبدین نایب خپل اته اورونو کې ۸۵، او دولت ځدران خپل نهه اورونو کې ۹۶ منډې ورکړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون