لوبې

نهیلې کوونکې توپ اچونه او توپ وهنه د افغانستان سترې ماتې لامل شوه

شیبه وړاندې د افغانستان او زمبابوي دوهمه یوه ورځنۍ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان کمزورې توپ اچونې او توپ وهنې له امله د ۱۵۴ توپونو په ستر توپیر ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د زمبابوي لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه چې توپ وهوونکو يي پیاوړې توپ وهنې او اوږدې ملگرتیاوې جوړولو سره دغه پرېکړه یوه غوره او بریالۍ پرېکړه ثابته کړه.

زمبابوي د مسکدزا، ټېلر او سکندر رضا پیاوړې او غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۳۳ منډې جوړې کړې.

زمبابوي لپاره مسکدزا په ۵۴ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۸، ټېلر په ۱۲۱ توپونو د پنځو څلوریزو او اتو شپږیزو په مرسته ۱۲۵ او سکندر رضا په ۷۴ توپونو د نهو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۹۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل او پیاوړې لوبه يي نندارې ته وړاندې کړه.

افغانستان لپاره راشد خان دوه او مجیب ځدران او گلبدین نایب یوه یوه وېکېټه واخیسته.

د افغانستان د توپ اچونې او زمبابوي توپ وهنې بشپړ او تفصیلي راپور لوستلو لپاره لاندې تړونۍ کېکاږئ:

زمبابوي پیاوړې توپ وهنې سره افغانستان ته د ۳۳۴ منډو ستر هدف وټاکه

ځوابي توپ وهنې کې افغانستان لپاره نن یو ځل بیا محمد شهزاد او احسان الله جنت توپ وهنه پیل کړه خو د لوبې څلورم اور کې احسان الله جنت دشاټ وهلو دوهمه ناکامه هڅه کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. احسان الله جنت په شپږ توپونو یوازې دوه منډې جوړې کړې وې.

د احسان الله جنت تر سوځېدو وروسته رحمت شاه توپ وهنه پیل کړه خو دا ځل شهزاد له ځنډ پرته له ځانگړې منډې جوړولو پرته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. شهزاد په ۲۰ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۱۵ منډې جوړې کړې وې.

نن افغان لوبډلمشر یو ځل بیا د تېرو لوبو په څېر نهیلي کوونکې توپ وهنه وکړه او پر ملي لوبډلې يي فشار نور هم زیات کړ. نوموړی په شپږ توپونو یوازې یوه منډه جوړه کړه او خپله وېکېټه يي له لاسه ورکړه.

د اصغر ته سوځېدو یوازې دوه توپونه وروسته ناصر جمال هم له کومې منډې جوړولو پرته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او پر ځای يي نجیب الله ځدران توپ وهنه پیل کړه.

یوازې څو اورونه وروسته نجیب ځدران هم له ځانگړو منډو جوړولو پرته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. نجیب الله ځدران په ۱۱ توپونو یوازې ۳ منډې جوړې کړې وې. د نجیب تر سوځېدو وروسته محمد نبي توپ وهنه پیل کړه.

د رحمت شاه او محمد نبي غوره ملگرتیا د پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ ته د پای ټکی کېښود. له لنډ ملگرتیا وروسته محمد نبي هم خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. محمد نبي په ۲۸ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۱ منډې جوړې کړې وې.

په راتلونکی بال گلبدین نایب هم له کومې منډې جوړولو پرته په لومړۍ بال خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او پر ځای يي راشد خان توپ وهنه پیل کړه.

له لږ ځنډ وروسته راشد خان هم په اتو توپونو د یوې څلوریزې په مرسته یوازې ۸ منډو جوړولو سره خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او پر ځای يي دولت ځدران توپ وهنه پیل کړه.

د لوبې شپږ ویشتم اور کې رحمت شاه له غوره توپ وهنې وروسته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. رحمت شاه په ۶۱ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۴۳ منډې جوړې کړې.

د رحمت شاه تر سوځېدو وروسته دولت ځدران او مجیب ځدران د څلوریزو او شپږیزو باران جوړ کړ او ثابته يي کړه چې دغه لوبغالۍ کې د منډو نه جوړول د توپ وهوونکو کمزوري وه.

مجیب ځدران او دولت ځدران په یوازې ۲۹ توپونو د ۶۴ منډو چټکه ملگرتیا جوړه کړه او دغه ملگرتیا د مجیب ځدران سوځېدلو سره پای ته ورسېده.

دولت ځدران په یوازې ۲۹ توپونو د دوو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۴۷ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره غوره، پیاوړې او چټکه توپ وهنه وکړه. مجیب ځدران په ۸ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۵ منډو جوړولو سره خپله وېکېټه لاسه ورکړه.

افغانستان ۳۰٫۱ اورونو کې د رحمت شاه، محمد نبي او دولت ځدران ښه توپ وهنې په مرسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۵۴ منډو په ستر توپیر وبایلله.

زمبابوي لپاره وېټوري ۱، موضرباني ۲، چېتارا ۳ او کرېمیر ۴ وېکېټې واخیستې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون