افغانستان سلايډ (فيچر)

د عطا محمد نور په اړه د حکومت او جمعیت خبرې بې پایلې شوې

له تېرو دوو میاشتو راهیسې د حکومت او جمعیت اسلامي تر منځ د بلخ والي عطا محمد نور د لرې کېدو پر سر خبرې روانې وې؛ خو اوس دا خبرې بې پایلې شوي دي.

د جمعیت گوند سرچینو رسنیو ته ویلي، حکومت د دوی غوښتنې نه دي منلي او له همدې امله تر لس ځله ناستو وروسته دا خبرې بې پایلې او دریدلې دي.

عطا محمد نور هم پرون په بلخ کې یوې غونډې ته وویل، چې حکومت د جمعیت د استازو ډیرې کوچنۍ او جزوي غوښتنې منلي؛ خو لویې غوښتنې یې لا هم پر ځای دی.

له همدې امله نور په خپلو پلویانو غږ وکړ، چې د لاریونونو لپاره تیاری ونیسي او په څو ورځو کې د هېواد په بېلا بیلو سیمو کې لاریونونه پيل کړي.

عطا محمد نور خپلې لویې غوښتنې روښانه نه کړې؛ خو لویه جرگه او د اساسي قانون تعدیل، د جمیعت په خوښه د بریښنايي پېژندپاڼو ویشل او په حکومت کې سیاسي حزبونو په ځانگړي ډول جمعیت ته ځانگړې ونډه ورکول د دغو غوښتنو محوري ټکي دي، چې حکومت نه دي منلي.

د اجراییه ریاست یو مرستیال ویاند جاوید فیصل بیا وايي، حکومت لا هم هیله لري، چې د بلخ ولایت کړکیچ په سوله‌ییز ډول حل شي.

د هغه په وینا د ولسمشر له لوري د بلخ ولایت موضوع حل ته ځينې کسان گومارل شوي او د حکومت هیله دا ده چې دا مسئله د خبرو له لارې ژر تر ژره حل شي.

داسې ښکاري، چې په دې مسئله کې د بهرنیانو په ځانگړي ډول د امریکا بې دریځه پاتې کېدل د دې لامل شوی، چې دا کړکیچ لا وغځیږي.

یو شمېر شنونکي باور لري، چې امریکا له یو لوري ولسمشر غني ته د قانون پر پلي کېدو ټینگار کوي او له بل لوري بیا د جوجاړي له لاري د بلخ د موضوع حل غواړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون