افغانستان

د کونړ امنیه قوماندان د پوله ساتو ځواکونو عمومي مشر وټاکل شو

د کونړ امنیه قوماندان جمعه گل همت د ولسمشر غني له لوري د پوله ساتو ځواکونو د عمومي مشر په توگه ټاکل شوی دی.

نوموړی تېره ورځ د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي نوې دندې ته معرفي کړ او په وینا يې هیله لري، همت په نوې دنده کې اغېزناک ثابت شي.

بهرامي همداراز ملي دفاع وزارت ته د پوله ساتو ځواکونو د لیږد گام اغېزناک وباله او په وینا یې ورځ تر بلې په پوله ساتو ځواکونو کې اصلاحات او نظم رامنځ ته کیږي.

د ده په وینا د دغو ځواکونو د پرمختگ لپاره نور پلانونه هم شته چې د پلي کېدو په حال کې دي.

نږدې دوه میاشتې وړاندې د افغانستان سرحدي ځواکونو د ولسمشر غني له لوري رسما په ملي دفاع وزارت پورې اړوند شول.

د افغانستان په پولو کې پراته پوله ساتي یا سرحدي ځواکونه وایي، په ملي دفاع وزارت پورې د دوی له اړوندېدو سره مثبت تغیرات راغلي او تجهیزات او امکانات یې هم په زیاتېدو دي.

د سرحدي ځواکونو نوي قوماندان جمعه گل همت ژمنه کړې، چې د سرحدي ځواکونو د پياوړتیا لپاره به ټولې هڅې کاروي.

نوموړی تر دې وړاندې د کونړ امنیه قوماندان و، چې د سرحدي ځواکونو د قوماندان په توگه د ټاکل کېدو حکم یې ولسمشر غني لاسلیک کړی دی؛ خو کونړ ته د نوي قوماندان د ټاکلو په اړه تر اوسه دولتي سرچینو څه نه دي ویلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون