سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

په فلسطين کې د يهودانو ناقانونه مېشتځايونه د سولې بهير ته زيان رسوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اسراييلو ته خبرداری ورکړی، چې د فلسطين پر خاوره د يهودانو د مېشتځايونو په اړه احتياط کړي او ټينگار يې کړی، چې دا ډول کړنو سره د سولې ټکنی شوی بهیر نور هم له خنډونو سره مخ کېدای شي.

ډونلډ ټرمپ له اسراييلي ورځپاڼې سره په مرکې کې ويلي، چې د ده په باور اوسمهال فلسطين او اسراييل د سولې خبرو ته نه دي چمتو.

د امریکا ولسمشر د تېر کال ډسمبر کې پرېکړه وکړه، چې بیت المقدس د اسراييلو پلازمېنې په توگه پېژني او اعلان يې وکړ، چې خپل سفارت به هم له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولېږدوي.

د نورو مسلمانانو او نړيوالې ټولنې په گډون فلسطين هم د ټرمپ د دغې پرېکړې مخالفت کړی او ټينگار يې کړی، چې امریکا د اسراييلي ښکېلاک يو اړخيز ملاتړ کوي او په وينا يې امریکا نور د سولې په اړه د منځگړي په توگه نه مني.

ډونلډ ټرمپ د فلسطينيانو د دغې پرېکړې په ځواب کې گواښ کړی، چې پر فلسطين به خپلې مالي مرستې بندې کړي.

یسراييل هيوم ورځپاڼې د ډونلډ ټرمپ له خولې ليکلي، چې د منځني ختيځ د راتلونکي په اړه به انتظار ته اړتيا وي؛ ځکه چې فلسطينيان اوسمهال د سولې خبرو ته نه دي چمتو او همدارنگه د اسراييلو په اړه هم نه شي ويلی، چې دوی دې د سولې بهير ته زړه ښه کړي.

په فلسطين کې د يهودانو د ناقانونه مېشت ځايونو د پوښتنې په ځواب کې ډونلډ ټرمپ ويلي، چې اسراييل دې د دې مېشتځايونو په اړه له احتیاطه کار واخلي او په وينا يې دا ډول کړنې د سولې بهير نور هم له خنډونو سره مخ کوي.

په ۱۹۶۷ کې د اسراييلو او فلسطين تر منځ له جگړې وروسته تر اوسه په يرغمل شوي بیت المقدس کې د يهودانو شپږ لکه ناقانونه مېشتځايونه جوړ شوي او د نړيوال قانون له مخې  دا ابادۍ ناقانونه دي، خو اسراييل د نړيوال قانون له منلو نټه کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون