افغانستان سلايډ (فيچر)

د کام ايير هوايي شرکت لسگونه بهرني کارکوونکي له هېواده ووتل

په افغانستان کې د کام ايير هوايي شرکت مسوولين وايي، چې د کابل پر انټر کانټیننټل هوټل له خونړي بريد وروسته د دغه شرکت ۳۵ بهرني کاروونکي له هېواده وتلي دي.

د کام ايير هوايي شرکت يوه مسوول عبدالصمد عثمان  صمدي ويلي، چې تېره مياشت پر کانټیننټل هوټل له بريد وروسته د دوی د شرکت په پر وازونو کې پنځه اويا سلنه کمښت راغلی، د ورځني څلوېښتو پروازونو پر ځای اوس يوازې لس پروازه کوي او تر اوسه هم دغه وضعيت خپل پخواني حالت ته نه دی راغلی.

تېره مياشت طالبانو د کابل پر کانټيننټل هوټل خونړی بريد وکړ، چې د څلورو امريکايانو سربېره يې څوارلس بهرنيان او يو شمېر افغانان په کې وژلي وو او لسگونو کسانو ته يې په کې مرگ ژوبله اړولې وه.

عبدالصمد عثماني صمدي وايي، چې په دغه بريد کې د دوی نهه بهرني کارکوونکي هم وژل شوي او ۳۵ نورو بهرنيانو د ناامنيو له وېرې افغانستان پرېښود.

ښاغلي صمدي ويلي، د کام اییر شرکت نړيوال پروازونه او همدارنگه تر ډېره کورني پروازونه هم له خنډونو سره مخ دي او تر اوسه خپل طبيعي حالت ته نه دي گرځېدلي.

عثمان صمدي ويلي، چې کام ايير هوايي شرکت د بشري منابعو له مخې له گڼو ستونزو سره مخ دی، د دې شرکت د يونان، وينزيويلا، اوکراين او د نورو هېوادونو اتباعو غړو افغانستان پرېښود او دا هم نه ده روښانه، چې دغه بهرني کارکوونکي به بېرته افغانستان ته راوگرځي که نه.

عثماني ويلي، چې د بهرنيو کارکوونکو د نه شتون له امله د دوی کورني کارکوونکي او اداره له تخنيکي ستونزو سره لاس او گرېوان ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون