سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

پاکستاني طالبانو د خالد مسيد د وژل کېدو پخلی کړی

د پاکستاني طالبانو مرستيال خالد محسود، چې په خان سجنا هم مشهور و

پاکستاني طالبانو منلې، چې د دغې ډلې مرستيال خالد مسيد، چې په خان سجنا هم پېژندل کېده، د امریکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی دی.

پاکستاني رسنيو وړمه ورځ ليکلي و، چې خالد مسيد د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې وژل شوی و، خو د پاکستاني طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼې کې ويل شوي، چې نوموړی په شمالي وزيرستان کې وژل شوی دی.

پاکستاني او لويديځې رسنۍ وايي، چې له خالد مسيد سره په دغه بريد کې د اسماعيل په نوم د هغه يو خپلوان او دوه ساتونکي هم وژل شوي، خو په خبرپاڼه کې د هغوی د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني ويلي، چې خالد مسيد د دغې ډلې مرستيال او همدارنگه د مسيدو د څانگې مشر هم و.

د پاکستاني طالبانو ډېری مشران د امریکايي بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې وژل شوي دي.

په ۲۰۰۷ کې بيت الله مسيد او ورپسې څو کاله وړاندې د هغه ځای ناستی حکيم الله مسيد په څېر لسگونه مشران د څارگرو الوتکو په بريدونو کې وژل شوي دي.

محمد خراساني ويلي: «د امریکايي الوتکو په بريدونو کې زموږ د مشرانو د وژل کېدو له اوږدې لړۍ د پاکستان حکومت ته يادونه کوو، چې اوس ټولو ته روښانه ده، چې د امريکا غلامان څوک دي؟»

اته دېرش کلن خالد مسید، چې په خان سجنا هم مشهور و، په جنوبي وزيرستان کې پيدا شوی و، د پاکستاني طالبانو وتلی مشر و، چې په ۲۰۱۲ کې يې د کراچۍ پر يوه هوايي پوځي ډگر بريد پلان کړی و او په همدې کال کي د خیبر پښتونخوا د بنو د زندان د ماتوونکي په توگه پاکستان ته مطلوب و او له دغه زندانه يې د پاکستاني طالبانو په گډون څلور سوه زندانيان خوشې کړي وو.

د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر حکيم الله محسود له وژل کېدو وروسته، چې ملا فضل الله د دغې ډلې مشر وټاکل شو، خالد محسود له پاکستاني طالبانو خپله لاره جلا کړه او ځانته ډله يې جوړه کړه، خو د ځينو راپورونو له مخې نوموړی نږدې دوه مياشتې وړاندې له ملا فضل الله سره يو ځای شو او د هغه مرستيال ټاکل شوی و، چې د فبرورۍ په اتمه د امریکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې له خپلو ملگرو سره ووژل شو.

د پاکستاني طالبانو وياند ويلي، چې د خالد مسيد له وژل کېدو وروسته مفتي نور ولي د هغه ځای ناستی ټاکل شوی او د دغې ډلې د مرستيال په توگه يې د پاکستاني طالبانو له مشر ملا فضل الله سره له سره خپل بيعت کړی دی.

د مفتي نور ولي په اړه ويل کېږي، چې څلوېښت کلن دی، د دغې ډلې د پخواني مشر حکيم الله مسيد نږدې ملگری بلل شوی او په دې وروستيو کې يې د پاکستاني طالبانو د کړنو، فعاليتونو، د مالي سرچينو، د بېنظر بوټو د وژل کېدو او ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه کتاب خپور کړی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون