لوبې

د اصغر ستانکزی پلویان جعلي تصویر خپرولو سره له نوموړی ملاتړ کوي

د یکشنبې په ورځ د فبروري په ۱۱مه افغانستان له زمبابوي څخه په ستر توپیر ماتې وخوړه چې کمزورې توپ وهنه او د لوبډلمشر له لوري د توپ اچوونکو غلط انتخاب او یو شمېرې نورې کمزورې پرېکړه د کرېکټ مینه‌وال غصه کړي.

د کرېکټ په لوبغاړو کې اصغر ستانکزی د کمزورې توپ وهنې او لوبډلمشرۍ له امله تر ټولو زیات له نیوکو سره مخ دی او زیات شمېر افغانان له اوږدې مودې څخه غواړي نوموړی له خپلې دندې استعفا وکړي.

اصغر ستانکزی له دې امله هم له جدي نیوکو سره مخ دی چې اکثره لوبو کې د نوموړی غلطې پرېکړې د لوبې بایللو لامل گرځي خو دغه پرېکړې په بیا بیا ځلي تکرارېږي.

په دې وروستیو کې د اصغر ستانکزی پلویان بیا د کرېکټ په پیل کې د نوموړې هڅې ستايي او له نوموړی غواړي چې د خلکو خبرو ته غوږ نیولو پرته خپلې لوبې ته ادامه ورکړي.

خو د اصغر ستانکزی اکثره پلویان د لوبې یو جعلي او فوټوشاپ شوی تصویر خپروي چې دغه تصویر کې ښوودل شوی چې نوموړی په یوازې ۲۷ توپونو سلیزه وهلې.

خو په اصل کې دا دهغې لوبې تصویر دی چې اصغر ستانکزی د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې په ۲۲ توپونو یوازې ۲ منډې جوړولو سره خپله وېکېټه له لاسه ورکړې وه.

هېره دې نه وي چې د یوې ورځنیو لوبو تر ټولو چټکه سلیزه د سویلي افریقا ډي وېلییرز له لوري د وېسټ انډیز په وړاندې ۲۰۱۵ کې وهل شوې. نوموړې دغې لوبې کې په یوازې ۳۱ توپونو سلیزه ووهله او په ۴۴ توپونو د نهو څلوریزو او شپاړلسو شپږیزو په مرسته یي ۱۴۹ منډې جوړې کړې وې.

اصغر ستانکزی د کمزورې توپ وهنې له مله هم له نیوکو سره مخ دی. نوموړی تل د یو لوبغاړی تر سوځېدو وروسته کله چې لوبډله له فشار سره مخ وي توپ وهنه پیلوي خو له ځانگړو منډو جوړولو پرته خپله وېکېټه له لاسه ورکوي او پر لوبډلې فشار نور هم زیاتوي.

اصغر ستانکزی افغانستان لپاره ۸۰ نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې کړي چې دغو لوبو کې يي یوازې یوه سلیزه وهله. د نوموړی دغه یوازینۍ سلیزه د ایرلینډ پر وړاندې ده. نوموړی د ایرلینډ په وړاندې یوې ورځنۍ لوبې کې په ۹۰ توپونو د شپږو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۱۰۱ منډې جوړې کړي چې دا يي یوې ورځنیو لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې دي او شل اوریزو لوبو کې کومه سلیزه نه لري.

اصغر ستانکزی وروستۍ اوه نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې کې په ۱۱۵ توپونو یوازې ۳۶ منډې جوړې کړي او تېرو اوه شل اوریزو لوبو کې يي په ۸۲ توپونو یوازې ۸۱ منډې جوړې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون