افغانستان سلايډ (فيچر)

د پاکستان لوی درستیز کابل ته راغلی

د پاکستان لوی درستیز قمر  جاوید باجوه په یوه گډه امنیتي غونډه کې د گډون لپاره کابل ته راغلی دی.

د ملي دفاع وزارت باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې باجوه د افغانستان، امریکا، ناټو او پاکستان تر منځ  په گډې امنیتي غونډې کې د گډون لپاره کابل ته رسیدلی دی.

خو ځېنو نورو سرچینو ویلي، چې په دغې گډې غونډه کې به د منځنۍ اسیا هېوادونو د پوځ مشران یا استازي هم گډون ولري او تېره شپه د ازبکستان او قزاقستان د پوځ مشرانو له ولسمشر غني سره هم کتلي و.

دغې سرچینې ویلي، چې د افغانستان لوی درستیز شریف یفتلي، د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن، د امریکايي ځواکونو د مرکزې قوماندانۍ مشر جوزیف وټل او قمر جاوید باجوه به د ننۍ غونډې اصلي وینا وال وي.

سرچینې زیاته کړې، چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو هغه اندیښنې به هم په دغه غونډه کې مطرح شي، چې دوی یې د افغانستان په اړه لري.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو له ترینگلتیا وروسته دا په یوه میاشت کې دویم لوړ پوړی پاکستاني چارواکی دی چې افغانستان ته راځي.

تر دې وړاندې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تر مشرۍ لاندې یو پلاوی کابل ته راغلی و او تر هغه وړاندې د افغانستان د ملي امنیت رییس او کورنیو چارو وزیر اسلام اباد ته تللي و.

باجوه په داسې مهال کابل ته رسیږي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیپلوماټیکو پلاوو خبرې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت بې پایلې اعلان کړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون