افغانستان سلايډ (فيچر)

د کندهار پر نیش ولسوالۍ ډله‌ييز برید شوی

د کندهار په نا امنه ولسوالۍ نیش تېره شپه له څو خواوو وسله والو کسانو برید کړی، چې وروسته پرې هوايي ځواکونو درنده بمباري هم کړې ده.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وايي، تېرشپه د کندهار پر شمالي ولسوالۍ نیش لسگونه وسله والو له څلورو خواوو برید وکړ، چې تر برید وروسته افغان ځواکونو هوايي مرسته وغوښته.

د هغه په وینا د هوايي بریدونو پر مهال تر ۴۳ زیات وسله وال وژل شوي او د هغوی گڼې وسائل او وسلې تخریب شوې دي.

جنرال رازق وايي، دغه برید له وړاندې پلان شوی و او د طالبانو یو شمېر موټر او وسلې افغان ځواکونو ته هم په لاس ورغلي دي.

دی وايي، په دغه برید کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرگ ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی ورته رسیدلی.

تر دې وړاندې هم د کندهار په همدې او څو نورو ولسوالیو د وسله والو له لوري ډلییز بریدونه شوي و چې ډیری یې په شا تمبول شوي و.

د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو په ورته پېښو کې دوی هم د دولت په څېر ادعاوې کوي او لسگونه دولتي سرتیرو ته د مرگ ژوبلې اړولو خبره کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون