لوبې

انگلینډ له نیوزیلینډ څخه هم ماتې وخوړه

درې اړخیزو شل اوریزو لوبو څلورمې لوبې کې انگلینډ د نیوزیلینډ په وړاندې لوبه ترسره کړه. دغې لوبې کې نیوزیلینډ د انگلینډ لوبډلې ته په ۱۲ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د انگلینډ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

نیوزیلینډ ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د وېلیمسن او گپټېل پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۹۶ منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډ لپاره وېلیمسن په ۴۶ توپونو د څلورو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۷۲ او گپټېل په ۴۰ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۵ منډو جوړولو سره غوره، پیاوړې او چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

انگلینډ لپاره ووډ او رشید دوه دوه او جورډن یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې انگلینډ ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د هېلز او ملان ښه توپ وهنې په مرسته ۱۸۴ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۱۲ منډو وبایلله.

انگلینډ له دې وړاندې له استرالیا څخه هم ماتې خوړلې وه.

انگلینډ لپاره ملان په ۴۰ توپونو د شپږو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۹ او هېلز په ۲۴ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۷ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

نیوزیلینډ لپاره بولټ، سانټنر او سودي دوه دوه او ساوتي یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون