لوبې

راشد او مجیب د زمبابوي لوبډله جدي ستونزو سره مخ کړه

همدا شیبه د افغانستان او زمبابوي درېیمه یوه ورځنۍ لوبه روانه ده چې زمبابوي دغې لوبې کې د افغان توپ اچوونکو پیاوړې توپ اچونې پایله کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې.

د لوبې پچه د زمبابوي لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

زمبابوي لپاره د تېرو لوبو په څېر نن بیا سولومن مایر او همېلټن مسکدزا توپ وهنه پیل کړه خو د ملگرتیا په جوړولو بریالي نه شول.

افغانستان لپاره دولت ځدران خپل درېیم اور په څلورم بال د مسکدزا وېکېټه واخیسته. مسکدزا په ۱۷ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۹ منډې جوړې کړې وې.

مجیب ځدران خپل څلورم اور کې د افغانستان لپاره دوه مهمې وېکېټې اخیستلو سره د زمبابوي لوبډله له فشار سره مخ کړه. نوموړی خپل د څلورم اور په درېیم بال د ټېلر او په پنځم بال د سولومن مایر مهمې وېکېټې ترلاسه کړې. ټېلر په ۱۰ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۹ او سلومن مایر په ۱۹ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۲۲ منډې جوړې کړې وې.

اصغر ستانکزی نن یو ځل بیا د مهمو وېکېټو ترلاسه کولو څخه وروسته دفاعي لوبه پیل کړه او راشد خان ته چې دغه ډول حالاتو کې د وېکېټې اخیستلو وړتیا لري د توپ اچونې فرصت ورنه کړ. د اصغر ستانکزی دغه پرېکړه له زمبابوي سره یوې ښه ملگرتیا جوړولو کې د پام وړ مرسته وکړه.

د اصغر پر دغې پرېکړې د لوبې مبصرینو هم نیوکه وکړه او په دې اړه يي وویل: «اصغر ستانکزی د فشار زیاتولو فرصتونو پېژندلو کې ستونزه لري. وروسته له هغه چې مجیب ځدران خپل یو اور کې دوه وېکېټې واخیستې باید راشد خان ته چې د فشار زیاتولو او وېکېټې اخیستلو وړتیا لري د توپ اچونې فرصت وکړل شوی و. که چېرې دغه مهال راشد خان یوه بله وېکېټه اخیستې وه نو زمبابوي به له جدي فشار سره مخ شوی و. خو د فشار دغه مهم فرصت کې راشد خان ته د توپ اچونې فرصت نه ورکول به زمبابوي ته د ملگرتیا جوړولو غوره فرصت په لاس ورکړي.»

وروسته له هغه چې سکندر رضا او اېرواین اوږده او چټکه ملگرتیا جوړه کړه د لوبې په نولسم اور کې راشد خان ته د توپ اچونې فرصت ورکړل شو خو دا هغه مهال و چې زمبابوي پیاوړې توپ وهنې سره فشار کم کړی و او دواړو توپ وهوونکو غوره توپ وهنه کړې وه.

د لوبې درویشتم اور کې چې راشد خان خپل درېیم اور ترسره کوله خپل دغه اور په څلورم بال د سکندر رضا سوځولو سره يي د زمبابوي اوږده ملگرتیا ته د پای ټکی کېښود او خپل پنځم بال کې يي د بورل وېکېټه واخیسته. سکندر رضا په ۵۰ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۳۸ منډې جوړې کړې وې او بورل په لومړۍ بال خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

مجیب ځدران خپل د نهم اور په وروستی بال خپله درېیمه وېکېټه واخیسته او د والر په سوځولو بریالی شو. والر په ۱۱ توپونو یوازې یوه منډه جوړه کړې وه.

له لږ ځنډ وروسته راشد خان خپل شپږم اور په څلورم بال د اېرواین چې له اوږدې مودې څخه يي توپ وهنه کوله د وېکېټې په اخیستلو بریالی شو او په دې ډول خپله درېیمه او افغانستان لپاره يي اومه وېکېټه ترلاسه کړه. اېرواین په ۵۵ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۹ منډې جوړې کړې وې.

د لوبې دوه دېرشم اور کې گلبدین نایب خپله لومړۍ او افغانستان لپاره اتمه وېکېټه واخیسته. نوموړی خپل شپږم اور په درېیم بال د کرېیمر چې په ۱۸ توپونو يي یوازې ۲ منډې جوړې کړې وې په سوځولو بریالی شو.

د گلبدین له اور څخه وروسته راشد خان خپل اتم اور ترسره کولو لپاره وغوښتل شو. نوموړی خپل اتم اور په څلورم بال د چېتارا چې په ۱۵ توپونو يي د یوې څلوریزې په مرسته ۱۱ منډې جوړې کړې وې په سوځولو بریالی شو.

راشد خان خپل نهم اور په درېیم بال کې خپله پنځمه او افغانستان لپاره لسمې وېکېټې اخیستلو سره يي د زمبابوي توپ وهنې ته د پای ټکی کېښود.

زمبابوي د سکندر رضا او اېرواین ښه توپ وهنې او ملگرتیا په مرسته ۳۴٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې او ملي لوبډلې ته يي د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره راشد خان خپل ۸٫۳ اورونو کې یوازې ۲۴ منډو ورکولو سره ۵، مجیب ځدران خپل ۱۰ اورونو کې ۴۵ منډو ورکولو سره ۳، دولت ځدران خپل شپږ اورونو کې ۲۸ منډو ورکولو سره یوه او گلبدین نایب خپل شپږ اورونو کې یوازې ۲۳ منډو ورکولو سره یوه وېکېټه واخیسته. محمد نبي خپل څلور اورونو کې ۲۸ منډو ورکولو سره د وېکېټې په اخیستلو بریالی نه شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون