لوبې

د راشد خان پیاوړې توپ اچونه یو ځل بیا افغانستان بریا ته ورسوله

شیبه وړاندې د افغانستان او زمبابوي درېیمه یوه ورځنۍ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې ملي لوبډلې د پیاوړې توپ اچونې او د رحمت شاه او ناصر جمال غوره توپ وهنې په مرسته د زمبابوي لوبډلې ته په ۶ وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د زمبابوي لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

زمبابوي ۳۴٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سکندر رضا او اېرواین ښه توپ وهنې او ملگرتیا په مرسته ۱۵۴ منډې جوړې کړې کړې.

زمبابوي لپاره اېرواین په ۵۵ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۹ او سکندر رضا په ۵۰ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۳۸ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

افغانستان لپاره راشد خان پنځه او مجیب ځدران درې وېکېټې اخیستلو سره پیاوړې او بریالۍ توپ اچونه وکړه.

د افغانستان توپ اچونې او د زمبابوي توپ وهنې بشپړ او تفصیلي راپور لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

راشد او مجیب د زمبابوي لوبډله جدي ستونزو سره مخ کړه

ځوابي توپ هنې کې افغانستان لپاره نن یو ځل بیا محمد شهزاد او احسان الله جنت توپ وهنه پیل کړه خو نن یو ځل بیا شهزاد له ځانگړو منډو جوړولو پرته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. نوموړی په ۱۴ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۷ منډې جوړې کړې.

رحمت شاه سره تر لنډې ملگرتیا وروسته احسان الله جنت هم خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. نوموړی په ۱۶ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۲ منډې جوړې کړې وې. له احسان جنت وروسته ناصر جمال توپ وهنه پیل کړه.

ناصر جمال او رحمت شاه غوره ملگرتیا پیل کړه او د وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ ته يي د پای ټکی کېښود. د رحمت شاه او ناصر جمال غوره او اوږده ملگرتیا دغه لوبه افغانستان لپاره نوره هم اسانه کړه.

رحمت شاه د لوبې اتلسم اور کې غوره او پیاوړې توپ وهنې وروسته د لوبڅار غلطې پرېکړې پایله کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. رحمت شاه په ۵۲ توپونو د نهو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ منډې جوړې کړې.

ناصر جمال هم په ۵۵ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۱ منډو جوړولو څخه وروسته د شپږیزې وهلو هڅه کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او پر ځای يي نجیب الله توپ وهنه پیل کړه.

د نجیب الله ځدران دوه پرلپسې څلوریزې دغه لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسوله.

محمد نبي په ۲۴ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۱۸ او نجیب الله ځدران په درې توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۸ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

افغانستان ۲۷٫۳ اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ناصر جمال او رحمت شاه غوره توپ وهنې په مرسته ۱۵۸ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په شپږو وېکېټو وگټله.

زمبابوي لپاره چېتارا ۲ او کرېمر او بورل یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون