افغانستان سلايډ (فيچر)

د هلمند پوهنې ریاست له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړی

د هلمند پوهنې ریاست له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ښوونځي پرانیستل کیږي.

که څه هم په حکومتي کچه دغه ډول تړونونه نه لاسلیکیږي؛ خو عام خلک دغه تړون ته هیله من دي او په وینا یې په دې سره زرگونه ماشومان او ځوانان له زده کړو برخمن شي.

د هلمند د پوهنې ریاست په استازیتوب دا تړون داوود افغان لاسلیک کړی او نوموړي ویلي، چې ۱۳ ورځې یې له طالبانو سره خبرې کړي او د تړلو ښوونځیو په اړه ورسره هوکړې ته رسیدلي دي.

د افغان په خبره طالبانو منلې، چې د هلمند شاوخوا سل تړلي ښوونځي به پرانیستل کیږي او د پوهنې ریاست مسوولین به له دغه ښوونځیو څار هم کولی شي؛ خو د طالبانو نظامي کسان به دغه ښوونځیو ته نه ورځي.

هغه زیاته کړې د یادو ښوونځیو نصاب به د پوهنې ریاست له لوري ورکول کیږي؛ خو طالبان به هم د ښوونځیو څار کوي او د زده کوونکو او ښوونکو حاضري به هم کنټرولوي.

داوود افغان ویلي، چې طالبانو د لږ عمر لرونکو نجونو ښوونځیو ته هم د پرانیستل کېدو اجازه ورکړې او ویلي یې دي که شرایط برابر شي، نو لوی عمر لرونکې نجونې هم ښوونځي ته تلی شي.

د طالبانو ویاند  قاري یوسف احمدي بیا هم تړون خپور کړی، چې د دوی او هلمند د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري لاسلیک شوی دی.

هغه ویلي، طالبان د پوهنې پر وړاندې خنډ نه دي او هڅه کوي د پوهنې بهیر پر وړاندې شته خنډونه له مخې لرې کړي.

هغه همداراز زیاته کړې، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې به د طالبانو تر څار لاندې د ښوونځیو ټولې پروژې هم پلې کیږي.

که څه هم پخوا په محلي کچه له طالبانو سره ځېنې شفاهي هوکړې د پوهنې په برخه کې موجودې وې؛ خو دا لومړی ځل دی، چې طالبان او حکومت په رسمي ډول د پوهنې په برخه کې رسمي تړون لاسلیکوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون