لوبې

هندوستان تاریخ کې لومړۍ ځل لپاره سویلي افریقا کې د لوبو لړۍ وگټله

د هندوستان او سویلي افریقا پنځمه یوه ورځنۍ لوبه هم د هندوستان په بریا پای ته ورسېده. هندوستان دغې لوبې کې سویلي افریقا ته په ۷۳ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سويلي افریقا لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان د روهېت شرما پیاوړې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۴ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره روهېت شرما په ۱۲۶ توپونو د یولسو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۱۵ منډو جوړولو سره تر ټولو غوره او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. سویلي افریقا کې دا د روهېت شرما لومړنۍ سلیزه وه.

سویلي افریقا لپاره انگېډي تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل نهه اورونو کې ۵۱ منډو ورکولو سره څلور مهمې وېکېټې واخیستې. ربادا هم یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې یو ځل بیا د سویلي افریقا توپ وهونکي د هندوستان ورو توپ اچوونکو ښکار شول او ۴۲٫۲ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۱ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره یوازې هاشم امله ښه وځلېد. نوموړی په ۹۲ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۷۱ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره کلدیپ یادف تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل لسو اورونو کې ۵۷ منډو ورکولو سره څلور مهمې وېکېټې واخیستې. هاردېک پانډیا او چهل دوه دوه او بومراه یوه وېکېټه واخیسته.

د شپږو یوې ورځنیو لوبو د دغې لړۍ لومړي درې لوبې هندوستان او څلورمه لوبه سویلي افریقا گټلې وه. هندوستان پنځمې لوبې گټلو سره د سیالیو دغې لړۍ پای ته رسېدو څخه وړاندې د سیالیو د دغې لړۍ گټونکی شو.

د کرېکټ په تاریخ کې دا لومړۍ ځل دی چې هندوستان په سویلي افریقا کې له سویلي افریقا څخه د یوې ورځنیو لوبو لړۍ گټي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون