افغانستان سلايډ (فيچر)

دفاع وزارت د گډې امنیتي غونډې پایلو ته هیله‌من دی

تېره ورځ کابل کې د ناټو، امریکا، منځنۍ اسیا هېوادونو، افغانستان او پاکستان پوځي مسوولینو گډه امنیتي غونډه پای ته ورسیده چې دفاع وزارت یې پایلو ته هیله‌من دی او په وینا یې د ثبات په برخه کې نوې ژمنې ورسره شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ویلي، له ترهگرۍ او مخدره توکو سره گډه مبارزه د یادې غونډې اصلي محتوا وه چې ټولو ښکیلو اړخونو په رښتینې ډول له دغه پدیدو سره د دریدو ژمنه وکړه.

د هغه په وینا دوی هیله لري، چې د یادې غونډې پایلې به عملي شي او په خبره یې پاکستان به هم د خپلو ژمنو په څېر عمل وکړي.

په دغه غونډه کې چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ جوړه کړې وه او مشري یې جنرال جان نیکلسن کوله د پاکستان د پوځ مشر جاوید قمر باجوه هم گډون کړی و.

د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، ترهگري او نشه يي توکي لا هم افغانستان او سیمه گواښي او له دغه پدیدو سره د گډې مبارزې پر لارو چارو د کابل په دوه ورځنۍ گډه امنیتي غونډه کې بحثونه شوي.

هغه زیاته کړې، د غونډې په اړه بشپړ جزیات به وروسته خپاره شي؛ خو د اوس لپاره ویلی شي، که د یادې غونډې پر ژمنو عمل وشي، د افغانستان له ثبات سره به مرسته وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون