سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

«له سخت دريځو ډلو سره د پاکستان اړيکې د ټولې نړۍ لپاره گواښ دي»

د امريکا د ملي استخباراتو مشر ډان کوټس ويلي، چې له سخت دريځو ډلو سره د پاکستان اړيکې او اټومي وسلو کې زياتوالی د ټولې نړۍ لپاره گواښ دی.

ډان کوټس ويلي، چې پاکستان د سخت دريځو ډلو ملاتړ کوي او «همدارنگه د هغو ډلو تر شا ولاړ دی، چې په هند او افغانستان کې بريدونه او چاودنې کوي، چې له امله يې په ټوله سيمه کې بې ثباتي خپره ده.»

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې مشر د مشرانو جرگې استخباراتي جرگه‌گۍ ته په يوې ځانگړې ناستې کې وویل، چې نړۍ له سختو ننگونو او گواښونو سره مخ ده او په وينا يې پاکستان د دغو گواښونو او سخت دريځو ډلو ملاتړ کوي، دغه سخت دريځې ډلې په پاکستان کې خوندي پټنځايونه لري، له هغه ځايه په افغانستان او هند کې بريدونه پلانوي او د امریکا گټو ته زيان رسويی.

امریکا تر دې وړاندې هم پاکستان د ترهگرۍ او سخت دريځو ډلو د ملاتړ تورونه لگولي، خو پاکستان تل رد کړي دي.

پاکستان مني، چې په هېواد کې يې سخت دريځې ډلې شته او پر ضد يې گامونه اخلي.

تېر کال سپټمبر کې هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر خواجه اصف په امريکا کې يوې غونډې ته ويلي و، چې حقاني شبکه او لشکر طیبه په څېر ډلې د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد پر مهال جوړې شوې وې، اوس پر پاکستان بوج دي، خو له داسې ډلو د ځان خلاصول هم ستونزمن کار دی او وخت ته اړتيا لري.

ډان کوټس د امريکا د مشرانو جرگې استخباراتي جرگه‌گۍ ته ويلي: «د واشنگټن د پرله‌پسې غوښتنو سربېره د پاکستان پوځ د حقاني شبکې پر ضد رښتيني او چټگ عمليات نه کوي او هڅه کوي، چې په ظاهره يو څه وکړي، په پاکستان کې روان پوځي عمليات يوازې د پاکستاني طالبانو پر ضد ښکاري.»

تېره مياشت هم امریکا او نړيوالې ټولنې د طالبانو پر اتو مشرانو مالي بنديزونه ولگول، خو امریکايي استخبارات وايي، چې پاکستان اوس هم له دغو ډلو سره اړيکې لري او په وينا يې د پاکستان او سخت دريځو ډلو اړيکو د امریکا او ټولې نړۍ لپاره گواښ دي.

امریکايي رسنۍ وايي، چې امریکا ته د نړيوالو گواښونو په اړه د کانگريس دا کلنۍ غونډې ډېر گټورې او اړينې بلل کېږي، په دغو ناستو کې د امریکا د ټولو استخباراتي ادارو نظرونه شامل وي او امریکا د همدې نظرونو له مخې خپله بهرنۍ تگلاره هم ټاکي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون