افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبان د امریکا ولس ته: خپل پوځيان له افغانستانه وباسئ

طالبانو د امریکا ولس، غير دولتي ادارو او کانگريس ته د رسنيو له لارې يو پرانيستی ليک لېږلی او غوښتنه يې کړې،چې د خپلو ولسي فشارونو له لارې سپينه ماڼۍ او پنټاگون د خپلو پوځيانو وتلو ته اړ کړي او «د افغانستان اشغال پای ته ورسوئ.»

دغه ليک،  د طالبانو  د وياندذبيح الله مجاهد له ټويټر ادرسه په پښتو، عربي، دري، انگليسي او اردو ژبور خپور شوی، چې په کې له امریکايي ولس، غير دولتي خپلواکو ادارو او د کانگريس «له سوله خوښو» غړو غوښتل شوي، چې د سپينې ماڼۍ چارواکي اړ کړي، تر څو خپل پوځيان له افغانستانه وباسي او د افغانستان «اشغال» ته د پای ټکی کېږدي.

طالبانو ويلي، چې امریکا د ترهگرۍ د له منځه وړلو، د قانوني حکومت د راوستلو او د مخدره توکو د له منځه وړلو لپاره د مبارزې ژمنه کړې وه، خو د اوولسو کلونو په تېرېدو لا هم امریکا په خپلو دعوو کې نه ده بريالۍ شوې او تر اوسه نه ترهگري له منځه تللې، نه قانوني حکومت راغلی او نه هم په هېواد کې د مخدره موادو د کاروبار او کرکيلې مخنیوی شوی دی.

طالبانو دا هم ويلي، چې امریکا پر افغانستان داسې څوک ټاکلي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستيال يې د سلگونو جنايي پېښو سربېره د سپين ږيري سړي په جنسي ځورونې تورن دی او د حکومت نور چارواکي هم د هر ډول فساد په چارو کې ښکېل دي.

طالبانو په دغه کې ليک ويلي، چې امریکايي چارواکي هڅه کوي، چې افغانستان د زور له لارې خپل کړي، خو په وينا يې دا امکان نه لري او ټينگار کوي، څومره، چې امریکا د زور زياتولو هڅه کوي، ستونزه به همدومره زياتېږي او پر وړاندې به يې د دوی مقاومت نور هم زور اخلي.

طالبان وايي، لا هم وخت شته، چې دغه بحران د خبرو او سياسي جوړجاړي له لارې اوار شي او په وينا يې دوی له يو شمېر هېوادونو سره په اړيکه کې دي، دغه هېوادونه د افغانستان د روان بحران په اړه د منځگړيتوب وړانديز هم لري، خو طالبانو د دغو هېوادونو نومونه نه دي ياد کړي.

طالبانو په داسې حال کې د امریکا ولس، نادولتي خپلواکو ادارو او د کانگريس له غړو د افغانستان د «اشغال» د پای ته رسولو غوښتنه کړې، چې امریکا په دې وروستيو کې د افغانستان په شمال او سويلي ولايتونو کې د ايف شپاړس او بي ۵۲ جنگي الوتکو بمبارۍ او ځمکني عمليات کړي او دغه بمبارۍ د طالبانو د ځپلو لپاره اړينې بولي، خو په ورته وخت کې دا اندېښنې هم زياتې دي، چې د امریکا له نوې سټراټيژي سره نه یوازې دا، چې طالبان نه دي کمزوري شوي، بلکې د رپوټونو له مخې نور پرمختگونه يې هم کړي دي.

افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار ادارې «سيگار» په خپلو تازه راپورونو کې ويلي، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوي سټراتيژي سربېره هم طالبانو گڼې سيمې لاندې کړي دي.

د ولسي جرگې غړې اريون يون او يو شمېرکارپوهان وايي، چې د امریکا د زياتېدونکې بمبارۍ سره نه يوازې دا چې طالبان نه دي کمزوري شوي، بلکې په دغو بمباريو کې تر ډېره ولسي خلکو ته هم مرگ ژوبله اړولي او ډېری قربانيان يې ولسي وگړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د امریکا د بمباريو زياتوالی پر دوی اغېز نه کوي او په وينا يې دوی اوس پوهېږي، چې د امریکايي الوتکو له بمباريو څنگه ځانونه او خپل ملگري وژغوري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون