افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

د قطر دفتر تړلو گواښ؛ پر طالبانو د فشار برخه ده

عکس: په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستغونډه

په دې وروستیو کې یو ځل بیا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړل کېدو مسئله توده شوې، چې وروستۍ یادونه یې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر وکړه او اوس یې شنونکي پر طالبانو د افغان حکومت د فشار برخه بولي.

اتمر سعودي عربستان ته د سفر پر مهال له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي و، چې د طالبانو قطر دفتر بې گټې دی او باید وتړل شي.

خو طالبان بیا قطر دفتر خپل یوازینی سیاسي ادرس بولي او په وینا یې  له قطر هېواد سره د دفتر د فعالیت په اړه ځانګړې هوکړې موجودې دي.

د کابل ولایتي شورا غړی او سیاسي کارپوه واقف الله روحاني وايي، کله چې طالبان پر افغان حکومت فشار راوړي حکومت هم ورته لارې کاروي.

هغه نړۍ نیوز ته وویل، قطر دفتر امریکا پرانیستی او د تړلو وس یې هم یوازې امریکا لري، نو ځکه د افغان حکومت له لوري د دې مسئلې مطرح کول یوازې د فشار برخه بلل کیدای شي او په عملي برخه کې به اغېز ونه لري.

روحاني وايي، د طالبانو قطر دفتر په اړه دا شک شته چې طالبان دغه دفتر د تبلیغاتو او مالي امکاناتو پیدا کولو لپاره کاروي، نو افغان حکومت باید پر دې مسئله تمرکز وکړي نه پر دې، چې د قطر دفتر گټه ورته کړې او کنه؟

هغه همداراز زیاتوي، افغان حکومت څو ځله هوډ کړی چې په دوحه کې د طالبانو دفتر وتړي؛ خو په دې کار نه دی بریالی شوی.

پوځي کارپوه محسن اختیار وايي، لومړی باید دا واضحه شي، چې قطر دفتر د کومې موخې لپاره جوړ شوی؟ چا جوړ کړی؟ او څه ترې تر لاسه شوي دي؟

نوموړي نړۍ نیوز ته وویل، دفتر امریکا د خپلو موخو لپاره جوړ کړی او تر هغه چې امریکایان یې بې گټې ونه بولي دغه دفتر نه شي تړل کیدای.

اختیار وايي، ددې تر څنگ که د طالبانو دغه دفتر تړل کیږي طالبان بې ادرسه کیږي او د افغان حکومت لپاره دا کار گټور نه دی.

د هغه په خبره لومړی باید په افغانستان کې د ننه یا له افغانستان نه بهر طالبانو ته بل داسې ادرس پرانیستل شي، چې افغان حکومت ترې گټه واخیستلی شي، له هغه ورسته باید د قطر دفتر په اړه پریکړه وکړي.

اختیار وايي، که همدا سبا هم د قطر دفتر وتړل شي، د سولې خبرې لا ستونزمنیږي او حکومت هم په دې حساسیت پوهیږي؛ خو د دې لپاره چې طالبان وگواښي او سولې ته یې اړ کړي د دفتر تړلو مسئله را مخته کوي.

له دې سره دا اټکل هم کیږي، که په اوسنیو شرایطو کې که د قطر دفتر تړل کیږي په دې سره به لسگونه هغه طالب مشران چې په قطر کې اوسیږي، بې برخلیکه شي.

د ملي شورا په غړو کې هم د قطر دفتر غړي موافقین او مخالفین لري، چې یو شمېر کسان یې د تړلو غوښتنه کوي او یو شمېر نور بیا وايي، تر هغه چې طالبان بل ادرس ونه لري ددغه دفتر تړل گټه نه کوي.

د سولې شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار اسمعیل قاسمیار بیا وايي، سولې شورا د هر هغه ادرس پلوي ده، چې د سولې لپاره اغېزناکه وي.

قاسمیار نړۍ نیوز ته وویل، د قطر دفتر په اړه د سولې عالي شورا دریځ له وړاندې واضح دی او که طالبان ريښتیا غواړي سوله وکړي باید د همدې دفتر له لارې د سولې له شورا سره اړیکه ونیسي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، قطر دفتر د طالبانو سیاسي ادرس دی او دوی نه ترې بله گټه اخیستې او نه یې هم د تړلو په اړه کومه پریکړه کیدای شي.

مجاهد رسنیو ته ویلي، د قطر له حکومت سره د دفتر رامنځ ته کېدو پر مهال ځانگړې هوکړې شوې او دا دفتر د همغه هوکړو پر بنسټ فعالیت کوي.

دی هم وايي، که څوک له طالبانو سره د سولې اراده لري، قطر دفتر ورته واضح ادرس دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون