سلايډ (فيچر) نظر

د جاسوسانو جگړه ( Directorate S) ته ځغلنده نظر

Directorate S د امریکایي لیکوال، ژورنالیست سټیو کول د (پیریانو جگړې) د کتاب تسلسل دی چې د افغانستان په روانو حالاتو، جگړو، شخړو، سیاسي کشالو او د سیمې په کردار را څرخي، کتاب د راپور په بڼه لیکلی شوی دی، د سټیو کول په اړه همدا ویلی کیږي چې دی ډېر پیاوړی ژرونالیست دی، له دې امله کتاب د معلوماتو په وړاندې کولو را څرخي نه په تحلیل. په کتاب کې د لیکوال له لورې کوم تحلیل، شننه یا ارزونه نه تر سترگو کیږي. د ایس ریاست نوم یې د پاکستان د استخباراتو له هغې څانگې څخه را اخیستی چې د افغانستان، کشمیر او د اسلامي سخت دریزو د جگړې چارې په مخ وړي (۴۷مخ). دا ریاست د پاکستان اسختباراتي اداري (ISI) د سړې جگړې په اوږدو کې رامنځته کړی و چې د افغان جهاد او د شورویانو په خلاف د لویدیځ د مقاومت چارې یې مدیریت کولې. د ایس ریاست یواځې په پاکستان کې نه بلکې د شوروي په استخباراتي ادارې (KGB) کې هم شتون درلود، دارنگه ورته اداره د امریکا په استخباراتي ادارې (CIA) کې هم شته.

کتاب د ۵۵۰ مرکو غوړچان دی، چې د کتاب په وروستې برخه کې تفصیل ذکر شوی دی. کتاب په ۶۸۷ مخونو کې لیکلی شوی دی، چې څلور برخې لري:

  • اوله برخه: په جگړه کې ړوند: له سپټمبر ۲۰۰۱ څخه تر ډسمبر ۲۰۰۱ پورې د امریکا په کردار را څرخي.
  • دویمه برخه: د سولې بایلل: چې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۶ پورې د طالبانو په خلاف د امریکا د سختې جگړې په ستونزو او استخباراتي چارو را څرخي.
  • درېیمه برخه: د ښو ارادو: له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۹ پورې د امریکا او حامد کرزي د حکومت په ستونزو او کشالو را څرخي.
  • څلورمه برخه: د چال پای: له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د امریکا، پاکستان او افغانستان د استخباراتي ادارو ترمنځ د باور، چلونو او ستونزو په محور را څرخي.

دا کتاب هم لکه د پیریانو د جگړې د کتاب په څېر د هغو افغانانو له مخه پرده پورته کوي چې یو نه یو ډول  د جهاد د شعار، د اسلامي ارزښتونو په پاللو او ملاتړ ( افغان ځوانان)غولولي دي. دا کتاب د CIA د جاسوسانو له مخه پرده پورته کوي، د افغان جگړې په لاملونو، په جگړه کې د ښکیلو لورېو په څرنگوالي او په لویه کې د جکړې د کردارونو په نیتونو را څرخي.

د کتاب لومړې برخه د امرالله صالح په کردار را څرخي چې په خامه ځوانۍ ( ۲۲ کلن و) کې د احمدشاه مسعود لخوا د CIA  سره د کار د پاره گمارل کیږي، امریکي ته ځي، هلته استخباراتي روزنه ترلاسه کوي، په دې توگه د جهاد په پای کې چې د افغان ځوانانو وینې د کورنیو جگړو نادودو زبیښي، احمدشاه مسعود د CIA د جگړې د پرمختگ او د گران وطن د پلور او خرڅلاو چنې وهلي.

د کتاب په ۱۷ مخ کې د مسعود د کابل د ټولوژني بحث وړاندې کیږي، دارنگه یې د هیروینو د کاروبار، د قیمتي تیږو ( زمردو، لاجوردو، یاقوتو، مرجان) د خرڅلاو کیسه را اخیستي ده چې له دې لارې يې په میلیاردونو ډالر پیدا کړي و. د ارنگه په تفصیل سره د CIA د یو افسر ( بلي) او د مسعود ترمنځ د هوکړې ذکر راغلی چې په گډه یې د طالبانو خلاف د جگړې هوکړه کړي وه، دارنگه یې د اسامه بن لادن د وژني پروکرام په مخ وړ، په  ۲۰۰۰ کال کې همدې ادارې د یونیم سل میلیونه ډالرو غوښتنه د امریکا له حکومت څخه وکړه چې په پټه یې د مسعود د ملاتړ د پاره لږولي تر څو پرې اسامه بن لادن ووژني. د کتاب په ۱۸ اتلسم مخ کې د مسعود د اړېکو ذکر راغلی چې له روسیې او ایران سره یې پاللي، له دې هیوادونو څخه مسعود نظامي او ملکي مرستې تر لاسه کولې تر څو په کورنۍ جگړه او د طالبانو خلاف خپلې لیکې غښتلي کړي.

د کتاب درېم څپرکی ( د ملگرو ) تر عنوان لاندې د پاکستان د استخباراتي او نظامي لوړ پوړو چارواکو او د امریکا د استخباراتي او نظامي مشرانو ترمنځ د اړیکو په څرنگوالي را څرخي، په دې برخه کې د پرویز مشرف تر مشرۍ لاندې د عرب جنگیالیو او د طالب مشرانو په نیولو او پلورلو بحث کیږي، دا رنگه په دې بحث شوی چې څنگه پاکستان د امریکا نظامي چارواکو سره د افغانستان په اشغال کې مرسته کوله، کوم شرایط یې په نظر کې لرل او څه یې له دې لارې تر لاسه کول.

په ۵۵ مخ کې پروزیز مشرف بوش ته وایې چې د پاکستان له لارې په طالبانو بمبار، د هغوی وژل او د گران افغانستان بمبارول هیڅ ستونزه نلري. مشرف د همدې مرسته په پای کې له امریکا غوښتنه کوي چې د طالبانو له پرځولو وروسته باید د کابل نوی رژیم دپاکستان ملاتړی، ملگر اووسي، غښتلي اردو او نظامي تجهیزات باید ونلري، د کشمیر په مسله کې باید امریکا او لویدیځ د پاکستان د دریځ ملاتړ وکړي.

د کتاب له منځپانگې داسې ښکاري چې امریکا د اسامه وژل پر افغانستان د یرغل د پاره یواځې بهانه گرځولي وه، ځکه د کتاب په ۶۹ مخ کې اسامه ملام محمد عمر ته قسم خوړلی و چې د سپتمبر د یولسمې پیښه کې هیڅ ډول لاس نلري، القاعده دا کار نه دی کړی. دارنگه په کتاب کې د سي اي اي د لومړني مرکز ( پنجشیر) ذکر راغلی چې د سپتمبر له پیښې وروسته هلته گڼ امریکایي استخباراتي مامورین له ټلوالي سره یو ځای په دې بوخت ول تر څو د راتلونکو بریدونو لپاره معلومات را ټول کړي.

د کتاب په ۸۴ مخ کې د طالبانو د یو کتار په نښه کیدو کیسه راغلي،  په کتار کې په یو موټر کې سپی وي، د بې پیلوټه الوتکي مسول کس تر هغو انتظار کوي چې سپی له دې موټرو څخه کوزیږي او په تیښته بریالی کیږي، له هغه وروسته دوی دا کتار په نښه کوي چې په لسگونه طالب جنگیالي په کې وژل کیږي. د بمباریو په اوږدو کې د گڼو ملکي کسانو د وژنو، په ارزگان کې د واده د بمبار۱۴۲ مخ، د خوست څخه د کابل په لاره د قومي مشرانو د کتار بمبار، د بازارونو، جوماتونو د بمبار ذکر هم راغلی دی. د امرالله صالح په مشرۍ د بندیانو په سختې شکنجې، غیری انساني کړنو هم په دې کتاب کې گڼې خبرې شته چې ۴۳۶ مخ کې ښې بیلگې وړاندې شوي دي. په ۶۶۲ مخ کې ذکر شوي چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۴ پورې امریکا ۱۴۰۰۰۰ یو لک او څلویښت زره افغانان وژلي دي چې د برون پوهنتون د څیړنو په پایله کې د ا شمیره خپره شوي ده. په ۶۶۷ مخ کې، امریکا تر ۲۰۱۴ پورې په افغانستان کې ۷۱۵ نظامي اډې لرلي چې له ۲۰۱۴ وروسته به دا شمیره ۱۲ نظامي اډو ته را کمه کړي.

په لومړنیو څو ورځو کې د امریکا ۱۲۰۰۰ دولس زره بمونو په گران افغانستان وغورځول، چې ۴۰ سلنه د دې بمونو په ملکي اهدافو لږیدلي، بې هدفه غورځیدلي، د هنک کمپتن له نظره په دې بمونو سره شا خوا لس زره طالب جنگیالي په نښه شوي وو، خو د باسټن پوهنتون بیا د یوې څیړنې له مخې موندلي چې په دې بمونو ۱۵۰۰ طالبان او ۲۳۷۵ ملکیان و وژل شول. ۱۱۱ مخ

په کتاب کې دا هم راغلی چې امریکا په زرگونه، له زرگونو زیات طالبان ووژل، چې گڼ مشران یې هم په کې شامل ول، خو امریکا له دې وژنو وروسته په دې ونتوانیده چې د هغوی ځایناستی پیدا کړي، له دې امله د افغانستان په نیولو کې پاتې راغلل.۱۰۲ مخ

په ۱۴۰ـ۱۴۱ مخ کې د طالبانو د ځینو مشرانو د سولې د وړاندیز ذکر راغلی و چې له حامد کرزي سره یې د جگړې په پیل کې لیدلي وو چې دوی غواړي د نوي افغان حکومت برخه وگرځي، خو د طالبانو دا وړاندیز بیا د امریکایي چارواکو لخوا رد شوی و، هغوی په دې بارو ور چې طالبان باید مات شي، له واک څخه لري وساتل شي.

په ۱۶۶ مخ کې د یو بیگناه بندي ( احمد ولي) د وژلو کیسه کیږي چې د کنړ د والي لخوا په دې ژمنه امریکایانو ته تسلیم کیږي چې دا کس بي گناه دی، زور زیاتی به نه ورسره کیږي، یواځي پوښتنې، گرویږني به ورڅخه کیږي. د کنړ والي د امریکا تابعیت لرونکی وی، د هغه زوی په امریکا کې را لوی شوی وي، د امریکا د بشر دوستانه شعارونو تر اغیز لاندې له ( احمد ولي) څخه غوښتنه وکړي چې د والي له زوی سره یو ځای د امریکایانو نظامي مرکز ته لاړ شي، هلته یې د ژباړن چارې د والي زوی په مخ وړي، چې یو وخت امریکایي په غوسه کیږي، د والي زوی له ویرې د تحقیق له خونې وځي، ځان پلار ته رسوي، یوه ورځ ورسته د ( احمد ولي) شکنجه شوی جسد ولایت ته سپارل کیږي. د امریکایانو په وړاندې د والي د زوی ټول باورونه سرچپه خیژي.

خلیلزاد چې کله په افغانستان کې سفیر و، د نورو امریکایي چارواکو په خلاف په افغان چارو کې ډېر دخیل و، حتی په گڼو پیښو کې یې د تصمیم نیولو تر حده لاس وهنه کوله، خلیلزاد د ملي امنیت لومړنی پنجشیری مشر ( عارف سروري) له دندې گوښه کړ ۱۹۱ مخ. دارنگه یې له پرویز مشرف سره د افغانستان په کشاله لیدنه وکړه چې بوش له مشرف څخه غوښتنه وکړه چې له خلیلزاد سره وگوري، خلیلزاد ځان سره یو کریټ انار ډالۍ وړي وو، مشرف ورته وویل چې زما انار نه خوښیږي، بیخې زیاتې دانې لري. ۲۰۳ مخ

په ۲۰۶ مخ کې تریخ حقیقت ته نغوښته شوي، امریکایانو په پیل کې هر هغه افغان بندي کاوه چې په کلي، ښار کې نوي بوټان پوښو ول، ځکه دوی فکر کاوه چې دا کس د جگړې لیکې ته تازه را لیږل شوی دی. د طالبانو د بیرته را گرځیدو، د جگړې پیل ( په بحر کې له سوري کولو) سره تشبه شوي دي، ځکه د کاناډا د پوځ قومندان ویل چې هر ځلې دوی په کندهار کې د طالبانو خلاف تصفیوي عملیات کول، طالبان په ورته شمیر بیرته هغه سیمې ته د جگړې د پاره را گرځیدل چیرته چې به گڼ طالبان وژلی شوي، بندیان شوي یا له جگړې څخه په شا شوي وو.

د کتاب په ۲۵۶ مخ کې د حکمت کرزي ذکر راغلی دی چې څنگه یې له (CIA) سره د جگړې په لیکه کې د معلوماتو په را ټولولو کې مرسته کوله، حکمت کرزي دنده درلوده چې د ځانمرگو بریدونو په پایله کې د تاوان، د برید د څرنگوالي او د بریدگرو د بڼې په اړه معلومات را ټول کړي.۲۵۶ مخ

د کتاب شلم څپرکی د حامد کرزي صیب او امریکایانو په اختلافاتو را څرخي،  په ۳۷۳ مخ کې ـ کرزي صیب یوه ورځ په غوسه کې د کابیني ځینې غړو ته وویل چې که موږ حکومت نشو کولای ښه دی چې حکومت طالبانو ته وسپارو چې  امریکایانو او پنجشیریانو ته سم سبک ور کړي. د ارنگه د کتاب په ۶۳۴ مخ کې د کرزي صیب او خلیلزاد ترمنځ د تیلفوني اړیکو یوه برخه را اخیستل شوي ده چې کرزی صیب په کې وایې: هر څه به له منځه ولاړ شي، پوځ مو بې مانا دی، حکومت مو مزدور، گوډاگی دی. ټاکنې هیڅوک نشي تر سره کولی، امریکایانو ماته له طالبانو سره د معاملي اجازه را نکړه، ما کولی شوای له طالبانو سره معامله وکړم.

دارنگه د غني راتگ ته د امریکایانو په کار  او زیار خبرې شته چې په ۲۰۰۹ کې لا دا پلان و چې د حامد کرزي د بیا ټاکل کیدو مخه ډب شي، پر ځای یې غني راشي ۳۷۹ مخ کې، د دې ترڅنگ د ملي وحدت د حکومت جوړښت ته کار کیده.

د کتاب وروستی څپرکی د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په اړېکو را څرخی. د طالبانو په استازیتوب د طیب اغا، د سعودي، المان، امریکا، قطر، پاکستان او د حامد کرزي د حکومت ترمنځ نانندرۍ، بحثونه یې په ډېر شد و مد را اخیستي دي. گنو لوستونکو ته به په سوله کې د امریکا د نیت، د طالبانو د زیار او د افغان لورې په کردار گڼو پوښتنو ته ځواب پیدا شي.

په کتاب کې د امریکایانو د پاتې کیدو د پاره پنځه لارې چارې په گوته شوي دي:

  • د طالبانو ماتول
  • د افغان پوځیانو لا پیاوړي کول
  • د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږد مهاله ستراتیژیکي ملگرتیا دوام
  • د افغانستان ثبات ته د سیمه‌ییزې دیپلوماسۍ له لارې کار کول
  • له طالبانو سره د سولې له لارې د گډ کار زمینه برابرول.

خو دا هم ویلی شوي چې پورته پنځه سره لارې چارې په کومه پالیسۍ کې په سمه توگه نه دې ځای ‎ پر ځای شوي، ځکه خو لا هم له امریکا څخه لار ورکه ښکاري چې څه وکړي او څنگه افغان جگړې ته د پای ټکی کیږدي.

کتاب له ۶۶۰ مخ ور هاخوا د غني او پاکستان ترمنځ د پټې دیپلوماسي په پټو معاملو غږیږي، په ۶۶۰ مخ د کتاب کې راځي چې غني په ارگ د پاکستان د پوځ او استخباراتو سره د ورځنیو خبرو اترو د پاره Hotlines ( د خبرو اترو ځانگړې شمیره ) فعاله کړي ده، چې له دې لارې غواړي له پاکستان سره گډ کار وکړي. د غني د چلند په اړه بحث راغلی چې نبیل صیب د افغانستان د ملي امنیت مشر یې له پاشا ( د ای ایس ای مشر) له مجلس څخه منعه کړی و، په داسې حال کې چې په پټه به غني له پاشا او راحیل شریف سره ناستې کولې او د گڼو معاملو خبرې یې ترمنځ شوي دي چې په دلیل یې نبیل صیب استعفا ته اړ شو.

د کتاب په وروستې برخه کې د صبور کیسه راغلي چې ډېره دلچسپه ده، صبور هغه ځوان و چې دوه امریکایي مشاورین یې په کورنیو چارو وزارت کې ووژل او بیا ایران ته وتښتیده، له څلور کاله پټیدا وروسته بیرته خپلې سیمې سالنگ ته راگرځي، چې بیا د ایوب سالنگي په واسطه نیول کیږي او په ۲۰ کاله بند محکوم کیږي، زما په فکر وروسته په پټه اعدام شو.

د جاسوسانو جگړه کتاب د روانې افغان جگړې له گڼو جاسوسانو پرده پورته کوي، گڼ هغه کسان چې نن د قهرمانۍ، وطن دوستۍ، د افغانستان د بیا ځلې ازادۍ نارې وهي، د هغو د شومو موخو څخه پرده پورته کوي، افغان ځوانانو او راتلونکي تاریخ ته گڼ داسې اسناد په گوته کوي چې څنگه د افغان تاریخ شمله د څو جاسوسو، پردیپالو، مزدورو کسانو لخوا په ځمکه را غورځول کیږي. کتاب کې ډېر زیات معلومات شته چې ژورې مطالعې او فکر ته اړتیا لري چې کولی شي د افغان ځوانانو د سیاسي لیدلورې په رغوونه او سموونه کې ترې کار واخیستلی شي.

د خپلواک، لوی افغانستان په هیله

ډاکټر ځلاند

ډاکټر ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او سياسي فعال دی.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون