ټکنالوژي

د هواوې ځیرک موبایل موټر هم چلوي (وېډیو)

هواوې کمپنۍ پیاوړی، ځانگړو او د نورو په پرتله مختلفو ځیرکو موبایلونو وړاندې کولو له امله ځانگړی شهرت لري او له همدې امله ځیرکو موبایلونو برخه کې د نړۍ تر ټولو ستره درېیمه کمپنۍ ده.

هواوې کمپنۍ تېر کال مېټ۱۰ او مېټ۱۰ پرو نومې پیاوړي ځیرک موبایلونه وړاندې کړل چې مصنوعي ځیرکتیا له امله ډېر مشهور شول او بې شمېره کاروونکو پاملرنې په جلبولو بریالي شول.

د موبایل نړیوال کانگرېس کې هواوې کمپنۍ د مېټ۱۰ پرو مصنوعي ځېرکتیا کارولو په مرسته د موټر چلولو بریالۍ او حیرانونکې تجربه کړې.

مېټ۱۰ پرو ځیرک موبایل پر سړک شته خنډونه لیدلی او پېژندلی شي او له پېښې څخه مخنیوی لپاره د موټر د حرکت لوری بدلولی شي.

مېټ۱۰ پرو ځیرک موبایلونه په مصنوعي ځیرکتیا سمبال دي او د کمپنۍ په وینا په مرسته يي موټر مختلف څیزونه لکه حیوانات، بایسکل او نور پېژندلی او له ترافیکي پېښې څخه مخنیوی کولی شي.

هواوې کمپنۍ دغه پروژه روډ ریډر (Road Reader) نومولې چې ټوله تمرکز يي پر مصنوع ځیرکتیا (Artificial Intelligence) دی.

د هواوې کمپنۍ مصنوعي ځیرکتیا چې د دغې کمپنۍ کېرون ۹۷۰ کې اضافه شوی د پام وړ وړتیاوې او ځانگړنې لري او تصویرونو کې د مختلفو ژبو متن ژباړلی شي.

کمپنۍ دغې پروژې لپاره پورشې پانامیرا نومې موټر کارولی چې د مېټ۱۰ پرو په مرسته يي په یو خپله چلېدونکی موټر بدل کړی.

د ټکنالوژۍ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یو موبایل د مصنوع ځیرکتیا په مرسته موټر چلوي او د ترافيکي پېښې څخه مخنیوی لپاره د لارې خنډونه پېژني.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون