روغتيا او ژوند

د ووریو پړسوب او خولې ناوړه بوی لپاره کورني درمل

گېنگیوایټس (Gingivitis) د ووریو هغه ناروغي ده چې د نړۍ په کچه يي میلیونونه کسان اغېزمن کړي. ډېری وختکرار کراراغېز کوي چې له امله يي په پیل کې ناروغ د دغې ناروغۍ له شتون څخه نه وي خبر. له همدې امله هر ځل غاښونو  برس کولو پر مهال باید د ووریو پړسوب، له اندازې غټوالی او سورالی معاینه کړئ. له دې سربېره د خولې ناوړه بوی او د وریو نرموالی او وینه کېدل هم د دغې ناروغۍ له لومړنیو نښو څخه دي.

که چېرې پر وخت معاینه او درملنه يي ونه شي د گېنگیوایټس ناروغي د غاښونو تل پاتې خرابېدو لامل گرځي.

دلته مو له یو شمېر هغو کورني درملو سره چې د گېنگیوایټس سربېره د وریو پړسوب او د خولې بد بوي څخه هم مخنیوي کوي اشنا کوو:

په مالگینې اوبو وینځل

مالگه په طبیعي ډول د عفونیت او پړسوب ضد ځانگړنې لري. له کلونو څخه خلک مالگه د باکتریا ضد ځانگړنې لرلو له امله د خولې وینځلو لپاره کاروي. مالگینې اوبه د ووریو پړسوب درملوي او په کې شته مضر باکتریا له منځه وړي او په دې ډول د گېنگیوایټس ناروغۍ درد اراموي او له منځه يي وړي.

مالگینې اوبه جوړولو لپاره نیمه کاچوغه مالگه یو گلاس تړمو اوبو کې واچوئ. تر هاغه يي وخوځوئ چې مالگه اوبو کې حل شي. دغه مایع سره سهار او شپې له ویده کېد وړاندې خپله خوله ووینځئ او دغه کړنه هره ورځ تر هاغه چې د ووریو پړسوب په بشپړه توگه ښه شوی نه وي تکرار کړئ.

د زنجبیل خوله وینځونکی

زنجبیل له دننه او بهر څخه د گېنگیوایټس ناروغي او د ووریو پړسوب درملوي او په خوله کې شته تېزاب چې د باکتریاو له امله رامنځ ته شوې وي له منځه وړي. زنجبیل کې شته گېنگرولز (Gingerols) نومې مواد گېنگیوایټس لامل کېدونکي باکتریا وژني او د دغې ناروغۍ د پرمختگ مخه نیسي.

د زنجبیل خوله وینځونکی جوړولو لپاره، د غټې گوتې په اوږدوالی او اندازه زنجبیل په نریو ټوټو پرې کړئ. یو گيلاس اوبو کې يي وایشوئ، پرېږدئ چې سوړ شي او پر دغې مایع له ویده کېدو وړاندې او له خوبه تر پاڅېدو وروسته یا هر ځل غاښونو وینځلو څخه وروسته خپله خوله ووینځئ.

د کوپرې (ناریال) تېل

د کوپرې تېل د گېنگیوایټس او وریو پړسوب سربېره د خولې ناوړه بوی لپاره هم یو له غوره درملو څخه دی. د کوپرې تېل هغه باکتریاوې له منځه وړي چې د خولې او ووریو ناروغیو لامل گرځي. روغتیايي کارپوهانو په دې باور دي چې کله چې خپله خوله په تېلو غوړوئ، باکتریاوې تېل کې نښلي او حل کېږي.

د خولې ناروغیو او ناوړه بوی درملولو لپاره، یوه کاچوغه د کوپرېل تېل خپل خوله کې ونیسئ او بیا ۱۵-۲۰ دقېقو لپاره يي خپله خوله کې وخوځوئ تر څو تېل ستاسې د خولې، غاښونو او ووریو ټولو څنډو ته ورسېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون