افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

بلخ کې هدفي وژنې زیاتې شوي

په بلخ ولایت کې له تېرو څو ورځو راهیسې په پرله پسې ډول د ښار په منځ کې کسان وژل کیږي؛ خو پولیس نه توانیږي، چې د دغو پېښو عاملین ونیسي.

تازه د دوشنبې په ورځ هم د ښار په منځ کې نا معلومو وسله والو یو ځوان په ډزو ووژاه او د پولیسو له مخې په تېښته بریالي شول.

دغه کسان د منشي عظیم په جاده کې د مزارشریف ښار په منځ کې وژل شوی دی.

تر دې پېښه یوازې یوه ورځ وړاندې هم نامعلومو وسله‌والو د مزارشریف ښار په منځ کې یو بل ځوان هم په ډزو وژلی و او عاملین یې په تېښته بریالي شوي و.

د بلخ د پولیسو ویاند شیرجان درانی وايي، دغه دواړه پېښې پولیس له نږدې څېړي خو تر اوسه یې انگیزه لا نه ده معلومه.

د دراني په خبره پولیس هڅه کوي د دواړو پېښو عاملین ونیسي؛ خو لا نه دي بریالي شوي.

د مزارشریف اوسېدونکي وایي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې په ښار کې هره ورځ د هدفي وژنو یوه پېښه کیږي.

د بلخ یوه اوسیدونکي هارون رسنیو ته ویلي، چې په بلخ کې سیاسي اړو دوړو د ولایت پر امنیتي وضعیت اغېز کړی او هدفي وژنې هم له همدې امله زیاتې شوې.

دی وایي، د ښار په واټونو کې د غیر مسوولو وسله والو شمېر زیات شوی او د مزارشریف ټول ښاریان ترې وریږي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون