افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

حکومت ولې د کمپاین ځواکونو د فعالیت او تمویل په اړه چوپ دی؟

له تېرو څو کلونو راهیسې خوست کې د کمپاین په نوم ځواکونو له لوري د عملیاتو او ملکي مرگ ژوبلې خبرونه خپریږي؛ خو حکومت په ډیرو مواردو کې د دغو عملیاتو او یا ملکي مرگ ژوبلې په اړه ځواب نه وایي.

تازه د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې کمپاین ځواکونو د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل؛ خو حکومت یې لا هم په اړه څه نه وايي.

د خوست امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحنان وايي، دوی د کمپاین ځواکونو له کړنو نه خبریږي نو ځکه یې په اړه ډیر څه نه شي ویلي.

بي بي سي پښتو په یوه راپور کې د هغه کسانو په حواله چې د قربانیانو له کورنیو سره تړلي ویلي، دغه ځواکونه ملکي وگړي په خورا بې رحمۍ وژني.

د علي جان په نوم یو کس چې د علیشرو ولسوالۍ اوسېدونکی وايي، کمپاین ځواکونو دوه اونۍ وړاندې د ده د کورنۍ ۷ غړي پرته له دې چې پوښتنه ترې وکړي ووژل.

د هغه په خبره د یوه ورور پښې یې پلاستیکي وې؛ خو دغو ځواکونو دا کس دومره هم نه و پرې ایښي چې خپلې پېښې واچوي.

د کمپاین ځواکونو په اړه ویل کیږي چې دا ډله مخامخ د امریکا د استخباراتو له لوري تمولیږي او ټول غړي یې په پرمختللو وسلو سمبال دي.

د خوست یوه اوسېدونکي یوسف خان نړۍنیوز ته وویل، په کمپاین ځواکونو کې د مختلفو سیمو داسې کسان جذب شوي، چې د خوست خلک یې تر ډيره نه پېژني.

د هغه په وینا دا کسان په لومړیو کې امریکایانو د خپلو کمپونو د ساتلو لپاره وروزل؛ خو اوس پرې په کلیو او بانډو کې عملیات کوي او په ډېرو مواردو کې ملکي وگړي په نښه کوي.

یوسف خان گومان کوي، چې حکومت له امریکا سره د اړیکو ښه ساتلو لپاره د دغې ډلې د فعالیتونو پر وړاندې چوپ دی.

بي بي سي پښتو ته بیا د ولسمشر یوه سلاکار اسدالله فنا هم ویلي، چې دا ډله په پرمختللو وسلو سمباله ده او دی چې د نادرشاه کوټ د پيښې څېړلو لپاره خوست ته تللی ونه توانید د دغې ډلې کسان ومومي او ځواب ترې تر لاسه کړي.

هغه زیاته کړې، دا کسان له نورو سرچینو تمولیږي او یوازې ولسمشر کولی شي، چې د دوی د تمویل سرچینې په اړه خبرې وکړي او ځواب ترې تر لاسه کړي.

د خوست یوې بلې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د کمپاین ځواکونو په عملیاتو د افغان حکومت هیڅوک نه خبریږي او هره شپه دغه ډله خپل عملیات او پلانونه لري.

دغه سرچینې زیاته کړې چې ان د افغانستان ملي امنیت د دوی عملیات نه شي څارلی او هر څه یې د امریکا استخبارات تنظیموي.

خو دا چې ولې دغه ډله په خوست کې ساتل شوې په اړه یې لا هم واضح ځواب نشته، ځکه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ټولې هغه شخصي امنیتي کمپنۍ لغوه شوي، چې په امنیتي برخه کې فعالیت کاوه.

پوځي کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وايي، خوست کې د کمپاین ځواکونو په نوم د یوې خپلسري ډلې فعالیت خطرناک او ان د حکومت بقا ننگوي.

امرخیل وايي، د افغانستان د اساسي قانون له مخې له ملي امنیت، پوځ او ملي پولیسو پرته بله هیڅ وسله‌واله ډله په هېواد کې د فعالیت حق نه لري؛ خو کمپاین ځواکونه له دغه چوکاټه وتلي دي.

دی زیاتوي په خوست کې د حقاني شبکې او نورو ډلو فعالیت او پخوانیو مرکزونو ته په کتو دا ځواکونه د استخباراتي موخو لپاره جوړ شوي او د افغانستان له امنیت سره مرسته نه شي کولی.

د حکومت ویندویان هم په دې اړه څه نه وایي، چې کمپاین ځواکونه د کومې موخې لپاره جوړ شوي او د چا له لوري تمولیږي؟

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون