افغانستان سلايډ (فيچر)

په تېرو دوو میاشتو کې ۲۰ زره افغانان په کور د ننه بې ځایه شوي

د ملگرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، په تېرو دوو میاشتو کې تر ۲۰ زرو زیات افغانان په کور د ننه بې ځایه شوي دي، چې تر ټولو ډیر یې په وردگو ولایت کې دي.

دغې ادارې ویلي، په تېرو دوو میاشتو کې له پاکستان څخه نږدې پنځه زره او تر پنځو سوو نور له ایرانه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ملگرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر همداراز ویلي، چې ناامني، فقر، وزگارتیا او طبیعي پېښې د بې ځایه کېدو اصلي عوامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په تېرو دوو میاشتو کې یوازې د وردگو ولایت شاوخوا ۴۵۰۰ کسان بې ځایه شوي دي، چې اصلي دلیل یې ناامني او جگړه ده.

تر دې ور هاخوا په فاریاب، جوزجان، سرپل او گڼو نورو ولایتونو کې هم شاوخوا ۲۰ زره کسان په ټول هېواد کې بې ځایه شوي دي.

دغه دفتر زیاتوي، چې په تېر کال کې په جوزجان ولایت کې زرگونه کسان د ناامنۍ له امله بې ځایه شوي دي.

په افغانستان کې کورني بې ځایه شوي کسان تر بهرنیو کډوالو دویمه لویه ستونزه ده، چې حکومت ورسره مخ دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون