لوبې

ستر هدف سریلانکا له ماتې ونه ژغورله

د درې اړخیزو شل اوریزو لوبو درېیمې لوبې کې بنگله‌دېش د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه. بنگله‌دېش دغه لوبه په پنځو وېکېټو وگټله.

د لوبې پچه بنگله‌دېش وگټله او د ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.

سریلانکا ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د مېنډېس او پرېرا چټکې او پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۲۱۴ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لپاره پرېرا په ۴۸ توپونو د اتو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۷۴ او مېنډېس په ۳۰ توپونو د دوو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۵۷ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه وکړه.

بنگله‌دېش لپاره مستیفض الرحمن ۳، محمودالله ۲ او تسکین احمد یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې بنگله‌دېش د یو شمېر توپ وهونکو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۹٫۴ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۵ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته يي په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه.

بنگله‌دېش لپاره تمیم اقبال په ۲۹ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۷، لېتن داس په ۱۹ توپونو د دوو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۴۳ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

مشفق الرحیم په یوازې ۳۵ توپونو د پنځو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۷۲ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې او لوبه گټونکې توپ وهنه وکړه.

سریلانکا لپاره فېرنانډو ۲ او چمیرا او پرېرا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون