لوبې

انگلینډ د یوې ورځنیو لوبو لړۍ وگټله

انگلینډ د پنځو یوې ورځنیو لوبو لړۍ وروستۍ لوبې کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه. انگلینډ دغې لوبې کې د نیوزیلینډ لوبډلې ته په اوه وېکېټه ستره ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د انگلینډ لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

نیوزیلینډ ۴۹٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د یوې شمېر توپ وهونکو ښه توپ وهنې په مرسته ۲۲۳ منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډ لپاره سانټنر په ۷۱ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۶۷، نیکولس په ۸۱ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۵۵ او گپټېل په ۶۸ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۷ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

انگلینډ لپاره ووکس او رشید درې درې، کوران ۲ او معین علي او ووډ یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې انگلینډ د بېیر سټو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۲٫۴ اورونو کې خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۲۹ منډې جوړې کړې.

بېیر سټو په یوازې ۶۰ توپونو د نهو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۱۰۴ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه وکړه. هېلز هم په ۷۴ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۶۱ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

نیوزیلینډ لپاره بولټ، سانټنر او سودي یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون