افغانستان سلايډ (فيچر)

کندهار کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر یو موټريز کاروان د سړک غاړې ماین چاودلی چې له امله یې د بهرنیو ځواکونو یو موټر تخریب شوی؛ خو د ځاني زیان په اړه یې کره معلومات نشته.

د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، چاودنه د یکشنبې په سهار شاوخوا لس نیمې بجې د دامان ولسوالۍ په علیزو سیمه کې شوې ده.

د دراني په خبره تر چاودنې وروسته یو شمېر نور بهرني ځواکونه دغې سیمې ته تلل چې پر عامو خلکو یې ډزې کړې او دوه ملکیان یې ټپيان کړي.

د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، ټپيان دا مهال د پوځ په یوه روغتون کې بستر شوي دي.

د هغه په خبره د چاودنې له امله بهرنیو ځواکونو ته ځاني زیان نه دی اوښتی؛ خو یو موټر یې تخریب شوی دی.

عیني شاهدان وایي، چاودنه زوروره وه او د بهرنیو ځواکونو یو موټر یې په بشپړ ډول ویجاړ کړی دی.

بهرنیو ځواکونو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د برید مسوولیت چا منلی دی.

په دامان کې تر ډيره طالبان فعالیت لري او تر دې وړاندې د ورته چاودنو مسوولیت هم دغې ډلې پر غاړه اخیست.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون