سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

سوريه: غوطه کې د خونړۍ جگړې له امله کلابندو خلکو ته مرستې رسول ناشوني دي

د سوريې په غوطه سيمه کې د امنيت شورا د اوربند غوښتنې سربېره خونړۍ جگړه روانه ده، چې له امله يې په سيمه کې کلابندو خلکو ته مرستې رسول ناشوني دي.

په منځني ختيځ کې د سره صلیب نړيواله اداره وايي، چې غوطې ته مرستې رسول ناشوني دي او مرستندويه ډلې دې د خپلو کارکوونکو ژوند له مرگ سره نه مخ کوي.

په منځني ختيځ کې د سره صليب سيمه‌ييز مشر رابرټ مرديني ويلي، چې په غوطه کې د جگړې له امله دوی خپل کارکونکي بېرته راغوښتي او د امنيت شورا د اوربند سربېره هم دوی د سيمې خلکو ته د مرستو په رسولو نه توانيږي.

سور صلیب وايي، چې د لنډمهالي اوربند پر مهال دوی په غوطه کې دولس زره خلکو د خوارکي او طبي مرستو په رسولو توانېدلي دي.

رابرټ مرديني ويلي، چې د جگړې ځپلو خلکو لپاره د مرستو رسول اړين دي او د جگړې ښکېل اړخونه بايد دوی ته اجازه ورکړي، تر څو اړو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د اوربند غوښتنې سربېره د دمشق په شمال غوطه سيمه کې د بشار ارسد د رژيم ملېشو د روسي پوځيانو په مرسته يرغليز بريدونه نه دي درولي او په دغو جگړو کې تر اوسه د اتو سوو کسانو د وژل کېدو او له دوو زرو د زياتو د ټپي کېدو خبرونه ترلاسه شوي دي.

په سوريې کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې د اړيکو مسوول علي الزتاري ويلي، چې د امنيت شورا د اوربند غوښتنې سربېره د روسي الوتکو او پوځيانو په گډون د جگړې ښکېل اړخونه له اوربنده سرغړونه کوي او د همدې جگړو له امله سيمې ته د بشري مرستو رسول ناشوني دي.

په سوريې کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د څانگې مشر غوښتنه کړې، چې په غوطه کې د جنگي جرمونو مرتکبينو څخه دې پوښتنه وشي او په دغو جگړو کې د شوي بشري ناورين بې پرې څېړنه دې وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون