افغانستان سلايډ (فيچر)

همایون: په یوازې ځان مې ټول حکومت مات کړ

د ولسي جرگې د اداري پلاوي د ټاکلو په دویمه ورځ همایون همایون د جرگې لومړی مرستیال وټاکل شو او د جرگې عمومي غونډې ته په وینا کې یې وویل، چې په یوزاې ځان یې حکومت ته ماتې ورکړه.

د هغه په وینا ولسمشرۍ ماڼۍ، د ملي امنیت شورا، ملي امنیت ریاست او گڼو حکومتي چارواکو هڅه وکړه چې د ولسي جرگې په اداري پلاوي کې د ده د بریالي کېدو مخه ونیسي؛ خو بریالي نه شول.

هغه وویل، په یوازې ځان یې حکومت ته ماتې ورکړه او دا د دې ښکارونديي کوي، چې خلک له حکومت څخه ناراضه دي.

د همایون په خبره تر مرگه به هڅه کوي په حکومت کې د هغه کسانو مخه ونیسي، چې د افغانستان دویش هڅه کوي.

هغه د جرگې د حاضرو غړو ۱۱۰ رایې او سیال یې نذیر احمدزي ۶۸ رایې خپلې کړې په داسې حال کې چې نذیر احمدزي په خپله وویل، د حکومت ملاتړ کوي.

احمدزي وویل، د حکومت ملاتړ کوي؛ خو د ولسي جرگې په مسائلو کې حکومت کار نه دی لرلی او دی چاته اجازه هم نه ورکوي، چې په جرگه کې د ځینو حکومتي مسوولینو نومونه یاد کړي.

د جرگې دویم مرستیال څوکۍ ته نن محمد عبده او عبیدالله کلمیزی نوماندان و، چې یو یې هم بریالی نه شو.

همداراز د جرگې د منشي، څوکۍ لپاره هم نن څوک بریالي نه شول او سبا به یو ځل بیا ددغه څوکیو لپاره ټاکنې کیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون