افغانستان سلايډ (فيچر)

د فراه اناردرې ولسوالۍ سقوط شوې

د فراه ولايت چارواکو منلې، چې وسله‌والو طالبانو انادرې ولسوالۍ سقوط کړې او اوسمهال د هغوی تر واک لاندې ده.

په رسنيو کې د خپرو شوو انځورو له مخې وسله‌وال طالبان د اناردرې ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا سيمو کې له خپلو بيرغونو او وسلو سره ښکاري.

 د فراه ولايت وياند ناصر مهري رسنيو ته منلې، چې دغه ولسوالۍ د طالبانو له لوري سقوط شوې، خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د فراه ولايت امنيتي سرچينې وايي، د طالبانو په بريد کې د اناردرې ولسوالۍ امنيه قومندان بیردمک هم د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.

د سيمې اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، چې طالبان د ولسوالۍ مرکز او دفترونه سوځوي او چارواکي ترې وتلي دي.

فراه ولايت له تېرو څو مياشتو راهيسې د خونړيو جگړو شاهد دی او په تېرو دوو اوونيو کې د دغه ولايت په بالابولو، فراه رود، مرکز او نورو سيمو کې د لسگونو امنيتي سرتېرو د وژل کېدو خبرونه ترلاسه شوي دي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې طالبانو په دغه ولايت کې شپاړس سرتيري وژلي وو او وړمه ورځ هم د فراه د ولايتي شورا مشر فريد بختور رسنيو ته ويلي و، چې د وسله‌والو طالبانو په بريد کې له پنځه ويشتو زيات افغان سرتيري وژل شوي دي.

د بختور په وينا دغه سرتيري د کمزورې قومندې له امله وژل شوي وو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون