پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د ایران د بهرنيو چارو وزير په درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی

د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظریف د پاکستان په درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی او هلته به له پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو د اسلام اباد پر هوايي ډگر د جواد ظريف هرکلی کړی دی.

د پاکستان د دولتي راډيو ټلويزيون د راپور له مخې له جواد ظريف سره په دې سفر کې د ایران د اقتصاد، سوداگرۍ او د نورو دولتي ادارو دېرش کسيز پلاوی ملگری دی، چې د سوداگرۍ او سياسي اړيکو په اړه به له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د دوه اړخيزو سياسي اړيکو سربېره به جواد ظريف د خپل پلاوي په مشرۍ له پاکستاني چارواکو سره د سوداگرۍ، انرجي، کلتور او ولسي اړيکو په اړه خبرې وکړي.

جواد ظريف به د خپل درې ورځني سفر پر مهال د پاکستان له ولسمشر ممنون حسين او لومړي وزير شاهد خاقان عباسي سره هم وگوري.

د ایران د بهرنيو چارو وزیر به د اسلام اباد، کراچۍ او نورو سيمو له سوداگرو سره هم خبرې وکړي.

جواد ظريف په داسې حال کې اسلام اباد ته رسېدلی، چې ایران چابهار سوداگریز بندر د پاکستان سيال هېواد  هند ته په اجاره ورکړی او هند هڅه کوي، چې چابهار په سيمه کې د پاکستان د گوادر بندر متبادل معرفي کړي.

چابهار د ایران په خاوره کې له گوادر څخه يوازې نوي کيلومټره لرې پروت دی، چې په پرانيستو يې د پاکستاني چارواکو اندېښنې هم راپورته شوي دي.

د پاکستان او چين تر منځ د اقتصادي اړيکو د زياتېدو پر مهال چين په پاکستان کې «سي پيک» اقتصادي دهلېز جوړوي او چين غواړي، چې د گوادر له لارې منځني ختيځ او نورو هېوادونو ته لاس رسی پيدا کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون