افغانستان

ننگرهار کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

د ننگرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوه راکټي برید له امله د ښځو او ماشومانو په گډون اووه کسان وژل شوي دي.

د ننگرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، تېره شپه د یوې کورنۍ ۹ غړي، چې په یوه سراچه موټر کې سپاره و، د طالبانو د راکټي برید هدف گرځيدلي چې ۷ تنه یې وژل شوي او ۲ تنه ټپيان دي.

د هغه په وینا دا کسان په نبي خیلو سیمه کې د فاتحې مراسمو ته روان و، چې د راکټي برید ښکار شول.

خوږیاڼی وايي، په وژل شویو کسانو کې دوه میرمنې، درې ماشومان او دوه نارینه شامل دي او دوه تنه ټپيان هم نارینه دي.

د ننگرهار د والي ویاند وايي، دا راکټ طالبانو ویشتلی او مسوولیت یې هم د دغې ډلې پر غاړه دی؛ خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ننگرهار والي گلاب منگل پر دغه پېښه خواشیني ښودلې او تر څنگ یې ویلي، چې ترهگر هیڅکله پر ملکي وگړو رحم نه کوي او تر دې وړاندې یې هم په لسگونه مواردو کې بې گناه ملکي وگړي په نښه کړي دي.

ننگرهار کې تر دې وړاندې هم د توغندیزو بریدونو او سړک غاړې ماین چاودنو له امله ملکیانو ته ورته مرگ ژوبله اوښتې وه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون