افغانستان سلايډ (فيچر)

کورنیو چارو وزارت د اناردرې ولسوالۍ سقوط رد کړ

د کورنیو چارو وزارت وایي، د فراه ولایت انار دره ولسوالي نه ده سقوط شوې او یوزاې پرې برید شوي، چې برید هم بیرته په شا تمبول شوی دي.

خو طالبان وايي، دغه د ولسوالۍ مرکز یې نیولی او گڼو دولتي سرتیرو ته یې مرگ ژوبله هم اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ولسوالۍ د سقوط په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي او له ولسوالۍ لرې اوس هم جگړه روانه ده.

د سرچینې په حواله تېره شپه ناوخته یو شمېر وسله‌والو پر ولسوالۍ برید وکړ، چې تر څو ساعته نښتې وروسته په شا وتمبول شول او تر اوسه د ۱۴ تنو جسدونه په سیمه کې پاتې دي او د مخالفینو ۲۳ تنه ټپيان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت په داسې مهال د ولسوالۍ سقوط ردوي، چې سهار وختي د فراه ولایت ویاند او یو شمېر نورو امنیتي سرچینو ومنله چې ولسوالي تېره شپه سقوط شوې ده.

اناردره د فراه نسبي امن ولسوالي وه، چې تر دې وړاندې ترې د زیاتو جگړو راپورونه نه و خپاره شوي.

طالبانو بیا ویلي، چې تېره شپه یې اناردره ولسوالي نیولې او تر ۱۵ زیاتو دولتي سرتیرو ته یې په مرگ ژوبله هم اړولې ده.

د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ولسوالۍ امنیه قوماندان هم د وژل شویو دولتي سرتیرو په ډله کې دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون