لوبې

د نیپال بریا نړیوال جام ته د افغانستان د لار موندنې هیله ژوندۍ کړه

نن د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په لړ کې نیپال خپله څلورمه لوبه د هانگ کانگ په وړاندې ترسره کړه. نیپال دغې لوبې کې د هانگ کانگ لوبډلې ته په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د هانگ کانگ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

هانگ کانگ د کمزورې توپ وهنې له امله ۴۸٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د نزاکت خان توپ وهنې په مرسته ۱۵۳ منډې جوړې کړې.

هانگ کانگ لپاره یوازې نزاکت خان په ۸۴ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۷ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

نیپال لپاره لمېچنې ۳، کرن او رېگمې دوه دوه او سومپال او راجبنشي یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې که څه هم نیپال د لوبې په پیل کې څو چټکې وېکېټې له لاسه ورکړې خو د پاوډېل او سومپال کریمي پیاوړې ملگرتیا په مرسته يي ۴۰٫۴ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې.

نیپال لپاره پاوډېل په ۸۶ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۸ او سومپال کامي په ۴۰ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۷ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول او ملگرتیا يي د نیپال د بریا لامل شوه.

هانگ کانگ لپاره اعزاز خان او احسان خان دوه دوه او تنویر افضل یوه وېکېټه واخیسته.

د نیپال دغه بریا په اصل کې د افغانستان بریا وه او د نړیوال جام غواروي پړاو دوهم پړاو ته د افغانستان د لار موندنې لامل شوه.

افغانستان، نیپال او هانگ کانگ درېواړه خپلو څلورو لوبو کې يي یوازې یوه لوبه گټلې او پاتې درې لوبې يي بایللي دي.

د نړیوال جام غواروي پړاو ب گروپ کې افغانستان درېیم، نیپال څلورم او هانگ کانگ پنځم مقام خپل کړی. هر گروپ څخه یوازې درې لومړۍ لوبډلې دوهم پړاو ته وځي.

افغانستان له دې امله چې د منډو اوسط يي د نیپال او هانگ په پرتله زیات دی خپل گروپ کې يي درېیم مقام خپل کړی چې په مرسته يي د نړیوال جام غورواي پړاو دوهم پړاو ته يي لار وموند.

که چېرې نننۍ لوبه هانگ کانگ لوبډلې گټلې وه نو گروپ کې به د دوو بریاو له امله درېیم مقام خپل کړی و او افغانستان به له دغو سیالیو او راتلونکی نړیوال جام څخه بهر شوی و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون