افغانستان سلايډ (فيچر)

کابل: د امریکا دفاع وزیر له افغان چارواکو سره پر مهمو موضوعاتو غږیږي

د امريکا دفاع وزير جيمز مټیس

د امریکا دفاع وزیر جمیز متیس نن کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره پر مهمو مسائلو خبرې کوي.

که څه هم ارگ یوازې د جمیس مټیس د راتگ پخلی کړی؛ خو سرچینې وایي، چې نوموړی به د افغانستان لپاره د امریکا پر تگلاره او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

نوموړی به همداراز د افغان سولې په اړه هم خبرې ولري او ځېنو خبریالانو ته په خپله مټیس ویلي، چې له طالبانو سره سوله شونې ده او د هغوی ځېنې ډلې غواړي له حکومت سره یو ځای شي.

هغه ویلي، بریالیتوب ممکن دی؛ خو سوله هغه لاره ده چې افغان کړکیچ ته د پای ټکی ایښودلی شي.

جمیز مټیس تر دې وړاندې هم کابل ته راغلی و او له افغان ولسمشر او اجراییه رییس سره یې په جلا جلا ډول کتلي و.

ښايي د هغه د اوسني سفر وروستي جزیات وروسته په رسنیو خپاره شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون