افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبانو دوی ته د کومې سیمې د ورکولو له طرحې سره «مخالفت» ښوولی

عکس: په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر

څه موده وړاندې د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار وویل، که افغان حکومت د سولې پلان لري نو باید د هېواد ځېنې سیمې د امن سیمو په نوم اعلان شي، تر څو طالبان یو واضح ادرس ولري.

خو طالبان وايي، دوی ته د کومې سیمې ورکولو له طرحې سره مخالف دي او په هیڅ صورت ورته د سیمو ویشلو مسئله د منلو نه ده.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی ټول افغانستان د ځان بولي او د یوه ولایت یا یوې سیمې ورکولو مسئله دوی ته بې مانا ښکاري.

د هغه په خبره افغانستان باید واحد وي او دوی به په هیڅ صورت د سیمو ویشل زغملی هم نه شي.

له هغه وروسته چې ولسمشر غني د سولې په اړه نوې تگلاره اعلان کړه، طالبانو لا هم دغې تگلارې ته ځواب نه دی ویلی.

طالبانو په هغه کنفرانس کې گډون هم رد کړی، چې په اندونیزیا کې د افغانستان او اندونیزیا د علماوو له لوري جوړیږي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې له افغان او د نورو اسلامي هېوادونو له دیني علماوو څخه هم غوښتي وو، چې په دغه  کنفرانس کې گډون ونه کړي.

د هېواد اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم تېره ورځ وویل، چې طالبان د نورو په اشاره د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب نه شي ویلی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون