سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

مټیس: زموږ بريا به د پوځي زور پر ځای له سياسي لارې وي

د امریکا دفاع وزیر جيمز مټیس ويلي، چې د ده باور په افغانستان کې د امریکا بريا اوس يوازې د سوله‌ييزو سياسي خبرو له لارې تر لاسه کېدای شي او نه د پوځي عملياتو پر مټ.

ټايم امریکايي مجلې ليکلي، چې جيمز مټیس نن کابل ته له رارسېدو وروسته د سختو امنيتي تدابيرو پر مهال خبريالانو ته ويلي، چې تر هغو د ده د خبرو راپورونه خپاره نه کړي، تر څو، چې دی د کابل له نړيوال هوايي ډگر څخه د امریکايي پوځيانو مرکزي قومندانۍ ته نه وي رسېدلی. دا لومړی ځل دی، چې د پنټاگون د مشر له راتگ سره د خبريالانو په رسنيز کار د بنديز غوښتنه شوې ده.

مټيس ويلي، چې دی به په افغانستان کې له ولسمشر اشرف غني، د امریکايي پوځيانو له مشر قومندان جنرال جان نيکلسن سره خبرې وکړي.

ده زياته کړه: «موږ په افغانستان کې پوځي بريا نه شو تر لاسه کولی، بلکې زموږ بريا او فتح به له طالبانو سره د سياسي روغې جوړې له مخې وي په داسې حال کې، چې دغې ډلې په وروستيو تېرو کلونو کې د سولې خبرو ته لږه لېواتيا ښوولې ده.»

جيمز مټيس، چې د ۲۰۰۱ په لومړيو کې يې د يوه جنرال په توگه د افغانستان په سويل کې د امريکايي جگړې مشري کړې له طالبانو سره د سولې په اړه وايي، چې ټول وسله‌وال طالبان د سولې خبرو ته حاضرول «ډېر لرې واټن لرونکی پول دی»، خو دوی به هڅه وکړي، تر څو هغه طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي، چې له دې شپاړس کلنې جگړې ستړي شوي دي.

مټيس په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او امریکايي چارواکو سره له ليدو وړاندې ويلي، چې داسې نښې نښانې يې ليدلي، چې يو شمېر طالبان د سولې خبرو ته لېواله دي.

د امریکا دفاع وزير د سولې په اړه د کابل پروسې له غونډې دوه اوونۍ وروسته کابل ته راغلی او د راپورونو له مخې به له افغان چارواکو سره د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پوځي سټراټيژي سربېره د سولې په اړه هم خبرې وکړي.

ولسمشر غني د کابل پروسې پر مهال طالبانو ته د سولې بې شرطه وړانديزونه کړي وو او دا لومړی ځل دی، چې يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي هم ويلي، چې په افغانستان کې به د دوی بريا له پوځي لارې، نه بلکې د سياسي روغې جوړې له لارې ترلاسه کيږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون