سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

قزاقستان کې د سوريې په اړه درې اړخيزه ناسته کېږي

راتلونکې اوونۍ د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې د روسيې، ایران او ترکيې د بهرنيو چارو وزيران د سوريې په اړه درې اړخيزه غونډه لري.

په دغه ناسته کې به د سوريې په ترينگلي وضعيت لومړنۍ خبرې وشي او د درې واړو دولتونو استازي به د سوريې په تړاو د راتلونکي مارچ د ناستې په اړه چمتووالی ونیسي او خپله اجنډا به روښانه کړي.

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د روان مارچ په شپاړسمه به په استانه کې د يادو درې واړو هېوادونو ډيپلوماټان پر هغو لارو چارو بحث وکړي، چې له مخې يې په سوريې کې امنيت او ټيکاو راتلی شي.

د تېر ۲۰۱۷ له جنوري په استانه کې د سوريې په اړه د ناستو لړۍ پيل شوې او تر اوسه يې اته ناستې کړي  دي. د ملگرو ملتونو د جنيوا له سوله‌ييزو فعاليتونو جلا د استانه ناستې په سوريې کې د تاوتريخوالي د کمولو نورې هڅې دي

د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي، چې «د ضمانت ورکوونکو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به يو بل سره وگوري، تر څو په سوريې کې روان تاوتريخوالي راکم کړی شي.»

تر دې وروسته به په په راتلونکي اپرېل کې د ترکيې په استانبول ښار کې د روسيې، ترکيې او ایران د ولسمشرانو درې اړخيزه غونډه وي.

تر دې وړاندې د تېر ۲۰۱۷ په نومبر کې روسيې هم د تورې بحيرې په سيلاني ښار سوچي کې دغه ډول درې اړخيزه ناسته کړې وه. په دغه ناسته کې د روسي د ولسمشر ويلاديمير پوټين سربېره د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایران ولسمشر حسن روحاني گډون درلود. دغو درې واړو مشرانو ژمنه کړې وه، چې دوی به د اوربند ضمانت کوونکي وي، خو دغه هڅې تر اوسه نه دي بريالۍ شوي.

د استانه د ناستې په اړه تر اوسه امریکا څه نه دي ويلي، خو د بهرنيو چارو  وزارت يوه چارواکي امريکا غږ ته ويلي، چې د سوريې په اړه د امریکا دريځ کې بدلون نه دی راغلی.

دغه امریکايي چارواکي ويلي، چې واشنگټن د ملگرو ملتونو د امنيت شورا او جنيوا د بهير د ۲۲۵۴ قرارداد ملاتړ کوي او د دې قراداد له مخې په سوريې کې د سياسي حل و فصل لپاره هڅې  ځلې کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون