سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

ټرمپ د ريکس ټيلرسن پر ځای د سي ای اې مشر د بهرنيو چارو وزير ټاکلی

د امریکا ولسمشر د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن له دندې گوښه کړی او پر ځای د سي ای اې مشر مايک پومپيو ټاکلی دی.

ډونلډ ټرمپ په خپل ټويټ کې ليکلي،چې «د سي ای اې مشر مايک پومپيو به زموږ د بهرنيو چارو نوی وزير وي. دی به ښکلي کارونه وکړي.» او په خپل ټويټ کې يې له ريکس ټيلرسن څخه مننه کړې ده.

نږدې څلور مياشتې وړاندې امریکايي رسنيو د سپينې ماڼۍ د سرچينو له خولې ليکلي و، چې د ټرمپ او  ټيلرسن اړيکې خوندورې نه دي او ټرمپ هوډ لري، چې د بهرنيو چارو وزير له دندې گوښه کړي او پر ځای يې بل څوک وټاکي.

د ټرمپ او ټيلرسن د اړيکو د خرابوالي يو لامل دا ښوول شوی و، چې نوموړي په يوه ناسته کې ټرمپ «احمق» بللی و.

په دې اړه نور جزيات لږ وروسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون