افغانستان سلايډ (فيچر)

حکمتیار ارغندیوال، محمد خان او ډاکتر انور د حزب له غړیتوبه و ایستل

د گلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي، د دغه گوند د بلې څانگې مشر عبدالهادي ارغندیوال، د اجراييه رياست لومړی مرستيال انجینر محمد خان او د عدليې وزير ډاکتر انور  یې د حزب له غړیتوب ایستلي دي.

د سه شنبې په ماخستن د حزب اسلامي له لوري رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا کسان ځکه د حزب اسلامي د اجراییه شورا له لوري د حزب له غړیتوبه محروم شول، چې هغوی د حزب پر ځای نورو گوندونو ته ژمن وو او له هغوی سره یې هوکړې لرلې.

خبرپاڼه همداراز زیاتوي، که دا کسان شوق ولري، چې نوی حزب جوړ کړي نو په بل نوم او ادرس کولی شي فعالیت وکړي او حزب اسلامي یې مخالفت نه کوي.

خو د عبدالهادي ارغندیوال تر مشرۍ لاندې حزب اسلامي لا له وړاندې ویلي، چې له عدليې وزارت سره د دوی په نوم حزب ثبت دی او د گلبدین حکمتیار په نوم کوم حزب اسلامي په حکومت کې نه دی ثبت شوی.

د حزب اسلامي په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو کسانو له داسې گوندونو سره تعهدات لرل، چې له حزب سره زړه دښمني پالي.

سرچینه زیاتوي چې دغو کسانو ته ویل شوي و چې: (له داسي كار ډډه وكړئ چي لانجې زېږوي او تقابل او تصادم رامنځته كوي. متاسفانه هغوى دې توصيو ته اعتناء ونه كړه، او حزب اسلامي ته ئې له دې پرته بل بديل پرېنښود چي د دوى د عضويت ختمولو پړېكړه اعلان كړي.)

په دغه خبرپاڼه کې پر ځينو نورو مسائلو هم تفصیلي خبرې شوي او په کې ویل شوي، چې څوک د حزب اسلامي د ویشلو هڅه نه کوي او دا تجربې په تېر کې ناکامې شوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون