افغانستان سلايډ (فيچر)

هلمند کې پر پوله ساتو سرتېرو موټربم برید شوی

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د پوله ساتو سرتېرو پر یوه پوسته د موټر په وسیله برید شوی، چې لږ تر لږه ۹ پوله ساتو سرتېرو ته په کې مرگ ژوبلې اوښتې ده.

د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک وايي، برید د نادعلي په سیداباد سیمه کې شوې او د مرگ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته.

خو یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۶ پوله ساتي سرتیري وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

په هلمند کې د پوله ساتو سرتېرو ویاند جنت ریحان ویلي، چې په دغه پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ویل کیږي، چې برید د امنیتي ځواکونو د هاموي ټانگ په وسیله شوی؛ خو په دې اړه لا هم کره معلومات دولتي سرچینو نه دي خپاره کړي.

په هلمند کې ورته بریدونه یو معمول گرځېدلی او ډيری دغه ډول بریدونه د هغه موټرو په وسیله کیږي، چې طالبانو له امنیتي ځواکونو نیولي وي.

طالبانو د اوسنۍ پېښې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په هلمند کې یوازې طالبان فعال دي او ورته فعالیتونه بله ډله نه ترسره کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون