امنيت سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د سي ای اې نوې ښځينه مشره څوک ده؟

د سي ای اې نوې نومانده مشره جينا هيسپل

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا د مرکزي  استخباراتو سي ای اې مرستياله جيینا هيسپل د دغې جاسوسي ادارې مشره نومولې او د سي ای اې مشر مايک پومپيو يې د ريکس ټيلرسن پر ځای د بهرنيو چارو وزير نوماند کړی دی.

د امریکا په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې د جينا هيسپل په څېر يوه مېرمن د سي ای اې مشره ټاکل کيږي. نوموړې له تېرو دېرشو کلونو راهيسې په استخباراتي ادارو کې د کار تجربه لري.

جينا هيسپل په تایلنډ کې د هغه لانجمن زندان مشره هم پاتې شوې، چې د ۲۰۰۲ کال پر مهال په کې د القاعده ډلې غړي شکنجه شوي او په اوبو کې د غرقولو له لارې ترې اقرار اخيستل شوی دی.

له امريکا بهر پټ زندانونه، چې «تورې بندخونې» هم بلل کيږي، سي ای اې يې د سختو څېړنو او ځورونو لپاره کاروي.

 مخکيني ولسمشر بارک اوباما د دغو زندانونو د تړلو امر کړی و، خو ډونلډ ټرمپ بيا له تورنو کسانو سره د سختي او په زوره د اقرار اخيستو پلوی دی.

يو شپېته کله جينا هيسپل د امریکا په گډون په گڼو بهرنيو هېوادونو کې د سي ای اې سيمه‌ييزه مشره پاتې شوې ده. د دې سربېره يې په واشنگټن کې د ځينو استخباراتي ادارو د مشرې او مرستيالې په توگه کار کړی دی.

په تورو زندانونو کې د بشري حقونو د سپکاوي د تورنو سربېره مايک پومپيو نوموړې خپله مرستياله ټاکلې وه او ولسمشر ټرمپ اوس د سي ای اې مشره نومولې ده.

مايک پومپيو نوموړې «غښتلې استخباراتي افسره» بللې او په وينا يې د هر ډول سخت او پيچلي کار د ترسره کولو وړتيا لري.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن له دندې گوښه شوی، د هغه پر ځای د سي ای اې مشر مايک پومپيو ټاکل شوی دی او جينا هيسپل د پومپيو پر ځای د سي ای اې مشره نومول شوې ده.

جينا هيسپل په خپلو لومړنيو څرگندونو کې ويلي، چې د سي ای اې د مشرې نومولو په اړه د ولسمشر ټرمپ مننه کړې او زياتوي، «که زه د سي ای اې مشره شوم، نو ولسمشر ټرمپ ته به ستر استخباراتي معلومات ورکوم.»

د يادونې وړ ده، چې د امریکا مشرانو جرگې تر اوسه د جينا هيسپل د نوماندۍ تاييد نه دی کړی.

د مشرانو جرگې د استخباراتي جرگه‌گۍ جمهوري پلوه مشر رچرډ بر ويلي، چې دوی به د جينا هيسپل د نوماندۍ ملاتړ او تاييد وکړي او په وينا يې هغه د خپل کار په اړه پراخه تجربه او وړتيا لري.

خو ډيموکراټ سناتور رون ويډن ويلي، چې جينا هيسپل د خپلو تېرو وختونو له امله د دغې څوکۍ لپاره وړ نومانده نه ده.

رون ويډن ويلي، که د ټرمپ اداره نوموړې د سي ای اې مشره وټاکي، نو حکومت به د دې وړتيا ونه لري، چې د هيسپل د تېرو کلونو ترخه حقایق تر ډېر وخته پټ وساتلی شي.

جينا هيسپل په تايلنډ کې د سي ای اې د تورو زندانونو مشره پاتې شوې، په دغه زندان کې يې د القاعده له مشکوکو غړو ابو زبيده او عبدالرحيم النشري څخه له ځورونو ډک تحقيقات کړي دي.

د سي ای اې د خپرو شوو اسنادو له مخې ابو زبيده په يوه مياشت کې ۸۳ ځله په اوبو کې غرق کړی شوی، د هغه سر له ديوال سره وهل شوی او د خوب کولو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

د کانگريس له لوري د خپرو شوو اسنادو له مخې سي ای اې د القاعدې او نورو وسله‌والو ډلو مشکوک غړي په اوبو کې غرق کړي، د هغوی ساه يې وربنده کړې، خوب ته يې نه دي پرېښي او شکنجه کړي يې دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې په تايلنډ کې د سي ای اې د تور زندان اسناد هم ضايع شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې هم ويلي، چې جينا هيسپل د سي ای اې د مشرې په توگه ټاکل مناسبه پرېکړه نه ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون