افغانستان سلايډ (فيچر)

ارغندیوال: ما هیڅوک له حزب اسلامي نه شي ایستلی

د گلبدین حکمتیار تر هغه اعلان وروسته چې تېره شپه یې عبدالهادي ارغندیوال، انجینر محمد خان او بصیر انور د حزب له غړیتوبه و ایستل، عبدالهادي ارغندیوال ویلي، چې هېڅوک نه شي کولی، چې دی له حزب اسلامي وباسي.

نوموړي افغان اسلامي اژانس ته ویلي، حزب اسلامي د ده په نوم ثبت او راجستر دی او که حکمتیار غواړي ځان ته په بل نوم جلا حزب جوړ کړي.

هغه زیاته کړې، چې حزبونه په دیکتاتورۍ نه چلیږي او که څوک د چا په اړیکو محدودیت لگوي، د دې مانا دیکتاتوري ده.

ارغندیوال ویلي، دی له کلونو راهیسې د حزب اسلامي مشر دی او تمه یې نه وه چې د حکمتیار تر مشرۍ لاندې له حزب اسلامي څخه دا ډول د خندا وړ پریکړه واوري.

هغه وايي، له حکمتیار سره یې د تفاهم لپاره خبرې هم روانې وې؛ او تمه وه چې دوی یوې هوکړې ته ورسیږي.

عبدالهادي ارغندیوال ویلي، دی هیڅوک له حزب اسلامي څخه نه شي ایستلی او هر سړی په خپل کور کې یوه پریکړه هم نه شي کولی.

د ده په وینا له نورو سیاسي ډلو سره اړیکې یې حق دی او پر دې حق یې څوک محدودیت هم نه شي لگولی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون